کور پاڼه / اسلام / چټک حج او عمره

چټک حج او عمره

چټک حج او عمره
حج د الله پر مسلمانانو فرض کړل سوی دی، ددې فرضي د ادا کولو لپاره حاجي هم مال مصرفوي او هم ځان ستړی کوي، نو باید په خورا پام، اماده ګی او ښه پوهاوي سره تر سره سي.
نو په همدي مناسبت الهدایة خپرندویه ادرې د چټک حج او عمرې په نوم کتاب په خورا ښایسته ترتیب او کم وزن د انډرویډ سیستم لرونکو موبایلونو لپاره ترتیب او نشر کړ.

دغه کتاب (چټک حج او عمره) د تعلیم الاسلام راډیو مؤسس شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي لیکلی، او په ډیره روانه ژبه ئې موضوعات پکښي اوډلي او ځای کړي. کتاب دوي برخي لري:
په لومړۍ برخه کي اخلاص، د حج فضیلت او فرضیت او هم د عمرې ، د افراد حج ، د تمتع حج او د قران حج طریقې په هغه ډول ښوول شوي دي په څه ډول چي د اداء کولو ترتیب يې دی .
د لومړۍ برخي په لوستلوسره حاجي د حج او عمرې د اداء کولو طریقه ډېر ژر او په اسانه ډول ان شاء الله زده کولای شي .
په دوهمه برخه یعني دعاګانو او ذکرونو کي د دعا اهمیت، د دعا اړوند لارښووني، قرآني او مسنوني عامي او لنډي دعاګاني، ذکرونه او درودونه د ژباړي او حوالې سره یو ځای بیان شوي دي ترڅو هم په حج او هم په نورو وختونو کي ګټه ورڅخه واخیستل شي .

 

د کتاب د کښته کولو لپاره له لاندي ادرسونو څخه استفاده وکړئ!

موبایل ته کښته کول

ټلګرام چینل:https://Telegram.me/HedayatApp
فېسبوک ګروپ :https://www.facebook.com/groups/Hedayatapp
نوټ: د فېسبوک له ګروپ څخه يي د فېسبوک په اخیستل شوي انترنیټي بنډل هم خپل مو بایل ته کښته کولای شئ.

که د کتاب په انسټالولو کي ستونزه لری نو د لاندې پیوند په کېکاږلو په یوټیوب کي د شته ویډیو لاره تعقیب کړئ!
یوټیوب

چټک حج او عمره حج د الله پر مسلمانانو فرض کړل سوی دی، ددې فرضي د ادا کولو لپاره حاجي هم مال مصرفوي او هم ځان ستړی کوي، نو باید په خورا پام، اماده ګی او ښه پوهاوي سره تر سره سي. نو په همدي مناسبت الهدایة خپرندویه ادرې د چټک حج او عمرې په نوم کتاب په خورا ښایسته ترتیب او کم وزن د انډرویډ سیستم لرونکو موبایلونو لپاره ترتیب او نشر کړ. دغه کتاب (چټک حج او عمره) د تعلیم الاسلام راډیو مؤسس شیخ الحدیث مولوي محمد عمر خطابي لیکلی، او په ډیره روانه ژبه ئې موضوعات پکښي…

د کتني لپاره مطالب:

تبصره وکړه

x

Check Also

د ماشومانو لارښود

د ګران ورور  عبدالرحيم راشد دغه وړوکی کتاب مي تر پايه وکوت. ...