کور پاڼه / د کمپیوټر اړوند / په فېسبوک کې له سافټویر څخه په ژوندۍ بڼه نشریات!

په فېسبوک کې له سافټویر څخه په ژوندۍ بڼه نشریات!

په فېسبوک کې له سافټویر څخه په ژوندۍ بڼه!

په په فېسبوک کيژوندي بحثونه خو تاسو ټولي ډیر لیدلي او کتلي دي اما ثبت شوی ویډيو تر ملګرو په ژوندۍ بڼه نشرول ډیر کم ملګري کولای شي.

نو په همدې نن د محترم ارشاد سعید صاحب لخوا د یوه داسي سافتوير لارښوونه درسره شریکوم چې په هغه سره کولای شئ په خپل کمپیوټر یا هم مو بایل کي خپلې ثبت شوې ویډیو ،اډیو او نور خپل غږیز پیغامونه په ژوندۍ بڼه تر خپلو مینوالو ورسوئ.

په مارکیټونوکي  د ژوندۍ ویډيوګانو یا غږیزو پیغامو لپاره ډیر سافټویرونه بیدا کیږي خو کوم چې مونږ يي نن یادونه کوو او او محترم سعید صاحب يي طریقه ښودلې ده هغه تنها د کمپیوټر لپاره ده او دیر چټک او ښه يي ده.

د همدې سافټویر له زده کړې وروسته کولای شئ په موبايل کي یا کمپیوټر کي بیا له نورو سافټویرونو څخه هم په اسانې ګټه پورته کړئ!

لومړی راځو د سافټویر ډاونلوډ کولو ته چې دغه يي مستقیم د ویب سایټ ادرس ده.   https://www.xsplit.com

او یا هم دغه نوم په ګوګل پلټنځای کې لیکو او ډاونلوډ کوو يي :  XSplit Broadcaster

د سافتویر وزن ۲۵۰ ایم بي ده له ډونلوډ کولو وروسته يي د یوه عادي سافټویر په څیر په خپل کمپیوټر کي انسټال کړئ

وروسته له انسټالېشن څخه په لاندې لارښوونه عمل وکړئ !

 

د سافټویر لارښوډ:

کله مو چې ډاونلوډ،انسټال او خلاص کړ،

تاسو ته به لاندي صفحه راشي

په دې صفحه کې ایمیل ادرس او کود ورکړئ، که مو لومړی ځل وي نو بیا لاندي د Register now بټن شته، هغه ووهئ او ځان راجستر کړئ.

ددې صفحې په لاندي کیڼ کونج کې د Add بټن دی، هغه ووهئ ، دا کوچنی چوکاټ به راخلاص کړي، په دې سره هر شی چې مو زړه وغواړي اظافه کولای یې شئ، زه به یوه ویډیو اضافه کړم لکه لاندي عکس کې:

دلته لکه په عکس کې چې ښودل شوي دي د ویډیو تر اډ کولو وروسته که یې پر نوم راسته کلیک ووهئ نو د بغل تور چوکاټ به راخلاص کړي، په دې چوکاټ سره کولای شئ ویډیو د نشر په جریان کې ودروئ، اواز یې ور لوړ او کښته کړئ، د ویډیو د نشر اندازه ورداخله کړئ او یا نور چې په عکس کې یې لیدلای شئ.

کله چې مو ویډیو اډ کړل لوړ Outputs لیکلی، هغه ووهئ او بیا  Set up a new output ووهئ، دلته به دا راخلاص شي

دلته به لومړی هیچ شی نه وي، تاسو لومړی Get more outputs ووهئ او هلته Custom RTMP ووهئ او یا Facebook Live ووهئ. د Facebook Live طریقه نسبت Custom RTMP ته سخته ده، نو Custom RTMP ووهئ چې در کښېکښلو وروسته به لاندي صفحه راخلاصه کړي:

په دې ځای کې لومړۍ څلور خانې زموږ په کار دي، په نورو کار نه لرو. په اوله خانه کې په خپل خوښه د ویډیو لپاره نوم ورکړئ، په دوهمه خانه کې په خپله خوښه لنډه تشریح ولیکئ، خو  دا به خالي نه  پریږدئ . په دریمه او څلورمه خانه کې ستاسو څخه دوه لینکونه غواړي چې هغه د هري ایډي او هر پيج لپاره جلا جلا وي.

د هغه د را اخیستلو دا طریقې دي :

د پيج لپاره:

په کمپيوټر کې فیسبوک خلاص کړئ او  پر خپل  بیج کلیک وکړئ، هلته د Tools  Publish لیکلی وي، هغه ووهئ، بیا په بغل کې Video Labrary لیکلې وي، هغه ووهئ، بیا په صفحه کې live لیکلی وي چې په وهلو سره به یې یوه صفحه خلاصه شي، د هغه ځای څځه د Server URL لینک د پروګرام په دریمه (RTMP URL) او د Stream Key په څلورمه خانه (Stream Name) کې پیسټ کړئ.

د ایډي لپاره:

په خپل کمپيوټر کې فیسبوک خلاص کړئ او خپلي ایډي ته داخل شئ. کله چې مو ایډي خلاصه کړل د ویبسایټونو په سرچ ځای کې لاندي لینک ولیکئ:

https://www.facebook.com/live

کله چې مو دا لینک ووهی یوه صفحه به راخلاصه شي چې د نقشې عکس په پکښې وي، په راسته کونج کې به یې د Go live بټن موجود وي، هغه ووهئ تر وهلو وروسته به داسي صفحه خلاصه شي:

دلته دوې خاني موجودي دي، د لومړئ خانې لینک یې هلته په دریمه خانه کې او د دیمي خانې لینک یې هلته په څلورمه خانه کې پیسټ کړئ. دا د فیسبوک صفحه مینیمایز کړئ او بیرته پروګرام ته لاړ شئ. هلته چې مو ددې دوو خانو لینکونه پیسټ کړي ول OK ووهئ.

ستاسي ددې ویډیو کار بښپړ شو، که غواړئ چې نشر شروع کړئ بیرته لوړ outputs ته ولاړ شئ او هلته چې تاسي کوم نوم ورکړی وو په هغه نامه به هلته بټن موجود وي، هغه ووهئ، د وهلو سره سم به لوړ سور خط او بغل ته یو خبر داری درکړي چې ویډیو نشرول پیل شول، تاسو بیرته خپل د فیسبوک صفحه راخلاصه کړئ، هلته به د لږ ځنډ وروسته ویډیو پيل شي، په راسته بغل کې که مو د ویډیو په اړه کوم معلومات ورکول هغه ورکړئ او لاندي Go live لیکلی هغه ووهئ، په وهلو سره به یې ویډیو له هغه  ځایه شروع شي څومره چې په پروګرام کې تیره شوې ده، که غواړئ چې ویډیو مو دسره شروع شي، مخکي تر دې چې ویډیو په ایډي کې لایف روانه کړئ په پروګرام کې د ویډیو پر نوم راسته کلیک وکړئ او ویډیو ودروئ،فیسبوک ته لاړ شئ او هلته لایف شروع کړئ تر شروع کولو وروسته پروګرام ته لاړ شئ او ویډیو شروع کړئ. په دې سره به ویډیو له سره شروع شي.

که چیرته بیا هم نه یاست پوه شوې نو په همدغه ځای کلیک وکړئ ترڅو يي په یوټیوب کي د زده کړې له ویډيو ځان پوه کړئ!

 

په درنښت

الهدایة خپرندویه اداره

ټلګرام چینل:

فېسبوک ګروپ:

فېسبوک پاڼه:

بریښنالیک:

په فېسبوک کې له سافټویر څخه په ژوندۍ بڼه! په په فېسبوک کيژوندي بحثونه خو تاسو ټولي ډیر لیدلي او کتلي دي اما ثبت شوی ویډيو تر ملګرو په ژوندۍ بڼه نشرول ډیر کم ملګري کولای شي. نو په همدې نن د محترم ارشاد سعید صاحب لخوا د یوه داسي سافتوير لارښوونه درسره شریکوم چې په هغه سره کولای شئ په خپل کمپیوټر یا هم مو بایل کي خپلې ثبت شوې ویډیو ،اډیو او نور خپل غږیز پیغامونه په ژوندۍ بڼه تر خپلو مینوالو ورسوئ. په مارکیټونوکي  د ژوندۍ ویډيوګانو یا غږیزو پیغامو لپاره ډیر سافټویرونه بیدا کیږي خو کوم…

د کتني لپاره مطالب:

په اړه هدایت الله هدایت

تبصره وکړه

x

Check Also

د فیس بوک روږدو ناروغانو مهمې نښې

راټولونکی: کامران ملک د نوي تحقيق سره سم اوسمهال ۳۵۰ ميليونه انسانان ...