مکمله لمونځ، ورسره اودس، تيمم او مسحه

0
67

اودس

تعريف :

اودس چې په عربي کې الوضوء ورته وايي په لغت کې ښه او پاک کولو يا د اندامونو د مينځلو لپاره د اوبو استعمال ته اودس وايي په شريعت کې د مخصوصو اندامونو ( مخ ، لاسونو او پښو مينځلو او د سر مسح کولو ته اودس وايي .

د اودس حکم :

د احنافو په نزد اوس پنځه ډوله دی .

اول فرض : د لمانځه ، جنازې لمونځ او د قرآن د مصحف د مسحه کولو لپاره فرض دی .

دوهم واجب : د کعبې د طواف لپاره اودس کول واجب دي .

دريم سنت او مستحب :

الف ) د هر لمانځه لپاره اودس کول او د اوداسه تازه کول مستحب دي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«لولا أن أشق على أمتي لأمرتهم عند كل صلاة بوضوء، ومع كل وضوء بسواك»

 (رواه أحمد بإسناد صحيح).

يعنې : که زما امت ته مشکل او تکليف نه وای دوي ته به مې د هر لمانځه لپاره د اودس کولو او مسواک وهلو حکم کړی وای .

ب ) : د شرعي علم تعليم او تعلم لپاره اودس کول مستحب دي .

ج ) : په اوداسه سره بېده کېدل مستحب دي .

د ) : قهر او غصې پر مهال اودس کول مستحب دي .

ه ) : د غسل مخکې اودس کول مستحب دي .

و ) : د آذان ، د نکاح خطبه ويلو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم زيارت ، د عرفات درېدو لپاره اودس کول مستحب دي

ح) : د ګناه د ارتکاب وروسته اودس کول مستحب دي .

ط ) : د مړي د غسل وروسته اودس کول مستحب دي .

څلورم مکروه : د لمانځه مخکې اودس په اوداسه کول مکروه دی داسې چې اودس وکړي پرته له لمانځه کولو او ماتېدو بيا اودس وکړي دوهم ځلې داسې کول مکروه دي .

پنځم حرام : په غصب شويو اوبو همدارنګه د يتيم په اوبو باندې اودس کول حرام دي .

د اوداسه فضيلت :

د اوداسه د اندامونو ځلېدل :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: « إِنَّ أُمَّتِي يُدْعَوْنَ يَوْمَ الْقِيَامَةِ غُرًّا مُحَجَّلِينَ مِنْ آثارِ الْوُضُوءِ، فَمَنِ اسْتَطَاعَ مِنْكُمْ أَنْ يُطِيلَ غُرَّتَهُ فَلْيَفْعَلْ». (بخارى:۱۳۶) .

ژباړه : يقيناً زما امت به د قيامت په ورځ راغوښتل کيږي په داسې حال کې چې د اودس اندامونه به يې د اودس کولو په وجه ځليږي نو ځکه څوک چې توانېږي دا ځلېدل او روښنايي دې زياته کړي نو هغه دې دا کار وکړي .

د اودس په وسيله ګناهونو بښل کيږي :

ابوهريرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : کله چې مؤمن بنده اودس کوي او خپل مخ وينځي د سترګو په وسيله يې چې هر ګناه کړې وي هغه په اوبو يا د اوبو په وروستی څاڅکې چې له مخ څخه تويېږي (ګناهونه تويوي)، او کله چې خپل لاسونه وينځې کوم ګناه يې چې د لاسونو په وسيله کړې وي هغه د وينځلو په وسيله توييږي ، او کله چې پښې وينځي هره ګناه يې چې د پښو په وسيله کړې وي هغه ورڅخه توييږي چې بلاخره سړی له ټولو ګناهونو څخه پاکيږي ( البته صغيره ګناهونه بښل کيږي او کبيره ګناهونه په توبه سره بښل کيږي ) (رواه المسلم ) .

اودس د جنت د ټولو دروازو کلۍ ده :

عمر بن الخطاب رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : ستاسو څخه چې څوک اودس وکړي او د پوره آدابو سره په ښه شان اودس وکړي بيا د اوس کولو وروسته ووايي :

[اشهد ان لا اله الا الله و اشهد ان محمد عبده و رسوله] نو دده لپاره به د جنت ټولي دروازې خلاصي شي هغه چې په کومه دروازه جنت ته تلل غواړي جنت ته تلای شي (روا المسلم ) .

د تکليف په وخت کې د اودس فضيلت :

ابی هريرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : آيا زه تاسې ته هغه اعمال وښايم چې د هغو په برکت الله تعالی ګناهونه لرې کوي ؟ صحابه کرامو عرض وکړ جناب ضرور يې راته وښايه ، رسول الله صلي الله عليه وسلم ارشاد وفرمايل : د تکليف او ناخوښۍ سره سره کامل اودس کول ، او د جوماتونو طرف ته زيات قدمونه اخيستل ، او يو لمانځه نه پس د بل لمانځه انتظار کول پس دا حقيقي رباط دی (رواه المسلم ) .

د اوداسه طريقه :

د اوداسه څلور فرض دي

اول: مخ په اوبو مينځل، دوهم: لاسونه تر څنګلو پورې مينځل البته څنګلي پکښې کې داخلي دي، دريم:د سر مسحه کول يعني لوند لاس پر تېرول، څلورم: پښې تر بجلکو پوري مينځل.

اوس د اودس کولو مکمله طريقه وګورئ:

رسول الله صلی الله عليه وسلم يواځې د اودس کولو د طریقې تعليم نه دی ورکړﺉ بلکي عملاً يې د اودس طريقه ښودلې چه په لاندې ډول ده:

اول د اودس لپاره په زړه کې نيت کول،بيا به بسم الله الرحمن الرحيم ووايي بيا دواړه لاسونه تر مړوندو پورې دری ځله پريمنځل بيا درې ځله په خوله اوبه تېرول او مسواک وهل بيا درې ځله په پوزه اوبه تېرول او په چپ لاس سره د هغه پاکول بيا درې ځله مخ مينځل د يو غوږ له نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پورې او د تندي له ويښتانو تر زنې پورې که ګيره ګڼه وي نو د هغه په ګوتو خلالول او که رنګۍ وي د ږېرې د ويښتانو بيخونو ته اوبه رسول.

بيا دواړه لاسونه سره له څنګلو درې ځله مينځل لومړی ښې لاس ورپسې چپ لاس مينځل ،که په ګوتو کې ګوتې يا ګتمه وي دهغه ښورول پکار دي تر څو د ګوتي پوڅ ته اوبه ورشي بيا د دواړو لاسو ګوتې يو په بل کې اچول او د هغو خلالول

بيا يو ځل د ټول سر مسح کول داسې چې غټه ګوته او د شهادت ګوته جلا کړي پاتې نورې د دواړو لاسونو درې درې ګوتي سره ولګوي د ګوتو دننه حصې دې د تندي له ويښتانو د څټ لوري ته تر آخره کش کړي بيا دې د دواړو لاسونو ورغوي د څټ له لورې د مخي په لور راوګرځوي چې ټول سر مسح شي ، بيا به دواړو غوږونه مسحه کړي داسې چې د شهادت ګوتې په غوږونو کې داخلي او غټې ګوتې به د غوږونو بيرونی حصه مسح کړي ، بيا به د ګوتو پر شا د غاړې مسح وکړي.

بيا به دواړه پښې د ښنګرو سره درې ځله پريمنځل لومړی ښې پښه وروسته چپه پښه مينځل او د دواړو پښو د ګوتو خلالول د لاس په کچۍ ګوته سره وروسته شهاتدين او دُعا ويل :

لاندې دعا ويل سنت کار دی

اَشْهَدُ اَنْ لآَّاِلهَ اِلاَّ اللهُ وَحْدّه لاَ شَرِيْکَ لَه وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدٌاعَبْدُه وَرَسُوْلُه

اَللهُمَّ اجْعَلْنِیْ مِنَ الْتَّوَّابِيْنَ وَاجْعَلْنِیْ مِنَ الْمُتَطَهِّرِيْنَ

پورته طريقه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت شوې ده لکه په لاندې حديث شريف کې :

رأيتُ عثمانَ رضي اللهُ عنه توضَّأَ، فأفرَغَ على يدَيهِ ثلاثًا، ثم تمضمَضَ واستنثَرَ، ثم غسَل وجهَه ثلاثًا، ثم غسَل يدَه اليُمنى إلى المِرفَقِ ثلاثًا، ثم غسَل يدَه اليُسرى إلى المِرفَقِ ثلاثًا، ثم مسَح برأسِه، ثم غسَل رجلَه اليُمنى ثلاثًا، ثم اليُسرى ثلاثًا، ثم قال : رأيتُ رسولَ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم توضَّأَ نحوَ وُضوئي هذا، ثم قال : مَن توضَّأَ وُضوئي هذا، ثم يصلِّي ركعتَينِ لا يُحدِّثُ نفسَه فيهما بشيءٍ إلا غُفِرَ له ما تقدَّمَ من ذنبِه ( البخاري ، مسلم و احمد و ابوداود ) .

ژباړه : د عثمان رضی الله عنه څخه روايت دی چې هغه دارنګه اودس وکړ چې لومړی دری ځله خپل لاسونه ووينځل ، بيا د خولې غړ غړه وکړه او بيا په پوزه کې اوبه واچولې او د هغه صفايي يې وکړه ، بيا يې دری ځله خپل ټول مخ ووينځلو بيا يې دری ځله ښی لای د څنګلو سره ووينځلو بيا يې دری ځله ګين لاس ووينځلو بيا يې د سر مسحه وکړه ، بيا یې خپله ښی پښه دری ځله ووينځله او همدا شان کيڼه پښه درې ځله ووينځله او دغه شان د پوره اودس کولو وروسته عثمان رضی الله عنه وويل : چې ما رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلی وو چې هغوی به باکل زما د اوس په شان اودس وکړ بيا يې وويل : څوک چې زما په شان اودس وکړي د زړه په حضور چې د دنيوي خيالونو نه خالي وي دوه رکعته لمونځ وکړي نو د هغه تير ګناهونه به معاف شي (رواه البخاري و المسلم) .

د اودس د وجوب شرطونه :

اول ، اسلام : په کافر باندې اودس کول واجب ندي .

دوهم ،عقل : په ليوني باندې اودس کول واجب ندي .

دريم، بلوغ : په نا بالغ باندې اودس کول واجب ندي .

پنځم : په حائضه او نفاسه ښځه باندې اودس کول واجب ندي .

شپږم ، قدرت : کوم کس چې ناروغ وي د اوبو استعمال ورته زيان رسوي په هغه باندې اودس کول واجب ندي.

تيمم وهل

په هغه ځای کی چې اوبه نه وی او يا استعمال د اوبو ضرر رسوي نو د اوداسه او غسل پر ځای تيمم وهل کيـږی.

تيمم هغه وخت جايـز دی کله چې يو نفر په يوه بيابان(دښته) کې وي هيڅوک نه وی چې ده ته اوبه ور وه ښيي او ده ته هم پخپله په ساحه د يوه شرعی ميل کې(يو شرعی ميل چې تقريباً ۱۱۲۵ متره کيږي) د اوبو معلومات نه وی نو بيا کولای شي چې د اودس او غسل پر ځای تيمم ووهي مګر د هر څه د مخه بايد د اوبو پلټنه وکړي کله چې يې د اوبو په نشته والي يقين حاصل شو نو بيا به تيمم ووهي او که معلومات ورته وشو چې اوبه له يوه شرعی ميل څخه په زياته فاصله کې دي نو تيمم دې وکړی.

که اوبه موجودي وې او زنانه ته د نارينه په موجوديت کې شرم وو نو زنانه لره تيمم روا ندی بلکې خلوت(پټ) ځای د پيدا او اودس دې وکړي.

که په څاه کې اوبه وې مګر ډوله او رسۍ نه وه نو تيمم روا دی.

که چيري مرض د اوبو په استعمال زياتېده نو تيمم روا دی.

که اوبه يخي وې او د هغو په سبب مرض زياتېده نو بايد تودې شي او که د ګرمېدو وسايل نه وه نو تيمم دې وکړي.

که هوا سړه وه او باعث د مرض ډېر احتمال کېده نو تيمم روا دی.

که چيري اوبه وې مګر د ورځني نرخ څخه په زياته بيه وې او يا د سفر له خرڅه زياتي پيسې درسره نه وې نو تيمم روا دی.

که د بدن زياتره حصه زخم ولري نو تيمم روا دی.

که په سفر کې يی له ملګرو سره اوبه وې او دته يې نه ور کولې نو تيمم روا دی.

که د څښلو اوبه درسره وې اما د څښلو څخه اضافه نه وې نو تيمم روا دی.

که د زمزم اوبه درسره وې بايد په هغه اودس وکړي.

که اوبه درسره وې مګر د اوداسه  او يا د غسل فرض يې د يو ځل لپاره نشوی پوره کولای نو تيمم روا دی.

که د جنب شخص لپاره غسل ضرر او اودس ضرر نه درلود نو اودس دې وکړي او د غسل په ځای دې تيمم ووهي، تر څو چې د اوداسه لپاره اوبه نوي پيدا شوي تيمم د لمانځه لپار وهي او لمونځ دې وکړي.

که په دښته کې وروسته له تيمم او لمانځه د شرعی ميل په اندازه په ساحه کې اوبه پيداشوې خو ترې خبر نه وو نو تيمم او لمونځ يې دواړه صحيح دي بيرته نه راګرځول کيـږی.

که څوک غسل او اودس ته ضرورت ولري يو تيمم د دواړو په عوض صحيح ده، که د لمانځه په نيت مو تيمم وکړ په هغه نور لمنځونه ، تلاوت اونور عبادتونه کولای شي مګر که په کوم خاص هدف مو تيمم وکړ په هغه تيمم صرف هغه عمل کولای شي او نور نشي کولای.

که د شرعی ميل په داخل کې اوبه وې مګر هغو ته تر رسيدلو وخت کم او لمونځ فوت کېده تيمم ضرور ندی عجله بايد وشي چې اوبو ته ورسيـږی که نه د لمانځه قضايي بايد راوګرځوي.

اوبه که چيري بيا هم موجودي وې خو بيا هم د قرآن کريم د مسحه کولو لپاره تيمم روا ندی.

که چيرته اوبه موجودي وې مګر موټر ستاسو په اختيار کې نه وي او حرکت کوي بيا نو تيمم روا دی.

که چيري غسل مو کوی او اوبه خلاصي شوې او د بدن کوم ځای مو وچ پاته شو نو تيمم دې وکړي او کله چې اوبه پيدا شوې هغه وچ ځای دې پرېمينځي.

که بدن يا لباس چټل وی او اوبه ليږې وې نو اول دې چټلي پاکه شي او د اوداسه په عوض دې تيمم وکړي ، که د سفر په شيانو کی مو اوبه درلودلې او له ياده مو وتلی وې تاسو تيمم او لمونځ کړی وه وروسته در په ياد شوې ستاسو لمونځ صحيح ده بيرته يې مه راګرځوئ.

پر هر شي چې اودس ماتيـږی تيمم هم ماتيـږي او همدارنګه کله چه اوبه پيداکړی نو ستاسو تيمم هم مات شو.

تيمم پر هر هغه شي چې د خاوري له جنس څخه وي په هغه تيمم روا دی ، په پخو خښتو او داسې نورو شيانو چې له خاوري څخه وي او پاخه شوی وي تيمم روا دی، په خټه تيمم ندی روا، په شيشه، مسو اونور شيان چې د خاوری له جنس څخه ندی تيمم ندی روا مګر که په هغو دومره ګرد وی چې د تيمم په وخت کې له هغه ګرد پورته شي بيا تيمم روادی.

د تيمم طريقه:اول دواړه لاسونه پر ځمکه يا هغو شيانو چې پر هغوی تيمم روا دی ووهي که خاوره زياته پر نښتیې وي هغه ځني ټک وهي او دواړه لاسونه پر مخ راتير کړي دوهم ځل بيا لاسونه په ځمکه ووهی او دا ځل خپل لاسونه تر څنګلو پوري پر مسح کړي داسې چې هيڅ ځای مو بې مسحي پاته نشي که په لاس ساعت، ګوته يا بل شی ولري هغه بايد لري کړي.

مسح

که چيرته بدن مو زخمی وی، يا تڼاکه وی چې له هغې نم راوځي.

يا کوم ځای مو مات شوی وي او هغه مو تړلی او پانسمان کړی وي چې د هغه خلاصول ضرر او يا يې بيرته تړل مشکل وي نو پر هغه ځای مسح روا ده.

د مسحي طريقه: د لاس ګوتي مو لندې کړئ او په زخم ، تړلي ځای ، موزه، جورابو چې ماسۍ ولری يا داسې نورو شيانو باندي یې له ښکته نه پورته طرف ته تير کړئ.

موزې بايد ټوله پښه تر بيډيو پوري وپوښي او کوم ځای چې يې سوری نه وی، د جنابت په حالت کې مسح روا نده.

اقلاً د دريو ګوتو په واسطه بايد مسح وشي هغه هم د ګوتو د سرو په واسطه نه په ټوله لاس.

که د موزې يا ماسۍ درز خلاص شو يا څو ځايه سورۍ شي چې جمله په هغه کې درې کوچنۍ ګوتی ننوتې نو مسح باطله کيـږی، د موزو لاندې که جورابي اغوستل شوي وې مسح پر روا ده،

پر عادی جورابو چې د رابر په واسطه په پښه پوري نښلي مسح روا نده بلکې جورابي بايد ډبلي وي چې کله پر هغو مسح کيـږی د مسح اوبه بايد د هغو داخل ته نه ور ننوځي، او تر بيډيو پوري پښه پر پټه شي او يا داچې د ماسيو (چرم په واسطه) پوښل شوی وی.

د مسح موده د مقيم لپاره يوه شپه او ورځ او د مسافر لپاره درې شپې او ورځي که مسافر له دريو شپو او ورځو د مخه مقيم شو مسح باطله کيـږی. موزژ او داسې نور شيان په اوداسه بايد واغوستل شي او کله چې بې اودسه شي نو هغه دې نه وباسي بلکې مسح دې پرې وکړي چې د مسح موده هم له همدې وخته شروع کيـږی په هر اودس کې بايد مسح له سره وشي تر هغو چې وخت يې تمام شي او کله چې وخت يې تمام شو نو بيا مينځل لازمي دي.

که مقيم د وخت له تمامېدو د مخه مسافر شو نو تر دريو ورځو پوري مسح ورته روا ده، او که مسافر مقيم شو نو صرف تر يوې شپي او ورځې وخت لري.

لــمونځ

لومړی دلمانځه دفرض کېدو شرطونه

لمونځ پر هغه چا فرض دی چې لاندې شریط ولري

۱: اسلام : پرکافرباندي نشته

۲: عقل او هوش : پر لیوني او بې هوشه ، د بېهوشۍ په حالت کې نشته

۳: بلوغ : پرکوچنی هلک او انجلۍ نشته

۴: دښځې لپاره له حیض اونفاس څخه پاکوالې

دلمانځه ټول فرضونه ۱۴ دانې دي چې په هغو کې   ۷ خارجې دي هغه خارجې یعنې دا چې د لمانځه شرطونه دي ۷ دي او د داخلي يې هغه ۷ د لمانځه ارکان دي

الف: دلمانځه دصحت شرطونه

دلمانځه دصحت شرطونه هغه دي چې د صحت لپاره اړین دي که په دغه شرطونو کې یو هم نیمگړې وي لمونځ نه صحیح کيږي

چې په لاندي ډول دي.

۱: له وړې اوغټي بې اودسې څخه پاکوالی

۲: دبدن پاکوالی

۳: دجامې پاکوالی

۴: دهغه ځای پاکوالی په کوم ځای چې لمونځ کیږي

۵: دعورت پټوالی

۶: دلمانځه وقت پیژندل

۷:  مخامخ قبلې ته درېدل

(ب) د لمانځه ارکان

دلمانځه د ارکانو څخه هدف هغه فرضونه دي چې په لمانځه کې داخل دي که له دغه ارکانو څخه په یوه کې هم نقصان رامنځته شې

لمونځ فاسیدیږي

چې دغه ارکان په لاندي ډول دي

( ۱ ) دلمانځه لپاره نیت کول

( ۲ ) تکبیر تحریمه ده

( ۳ ) قیام، دریدل

( ۴ )قرائت ویل: دفرض لمنځونو په لومړنیو دوو رکعتونو کې د نفلو او سنتونو په ټولو رکعتونو کې قرائت ویل فرض دی

( ۵ ) رکوع کول :- څرنگه چې الله جلّ جلاله ( فرمایلي دي )یاایهالــذین امنوا ارکعوا وسجدوا(الحج )۷۶

یعنې: اې مؤمنانو رکوع او سجده وکړئ

( ۶ ) سجده کول

( ۷ ) اخیر قاعده، ناسته

د لمانځه سنتونه او آداب

۱- د تکبير تحريمه پر مهال د لاسونو پورته کول : د تکبير تحريمه په وخت کې د لاسونو پورته کول تر عوږونو پورې په دليل د دغه حديث شريف :وائل بن حجر وايي: «أنه رأى النبي صلّى الله عليه وسلم رفع يديه حين دخل في الصلاة، وكبّر، وصفَّهما حيال أذنيه» (المسلم ۴۰۱) .

يعنې : هغه ليدلی نبی صلی الله عليه وسلم چې پورته کول به يې لاسونو خپل کله به چې لمانځه ته ننوتلو او تکبير به يې ويلو ، او (لاسونه به يې ) د عوږونو سره برابرول .

عن البراء بن عازبٍ رضي الله عنه‏ «‏إنّ رسول اللّه صلى الله عليه وسلم كان إذا افتتح الصّلاة رفع يديه إلى قريبٍ من أذنيه ثمّ لا يعود‏»‏

ژباړه : د براء بن عازب نه روايت چې هغه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د لمانځه په شروع کې لاسونه پورته کول نږدې غوږونو ته او بيا به يې دا عمل نه کولو .

لومړی به لاسونو پورته کوي بيا به الله اکبر وايي .

د لاسونو پورته کولو په وخت کې لاسونه د قبلې طرف ته کول او د ګوتو پراخه نيول سنت دي .

۲- د امام سره يو ځای الله اکبر ويل :

په دليل د دغه حديث :«لا تبادروا الامام اذا کبر فکبروا» (المسلم ) .

يعنې : د امام څخه وړاندې والی مه کوئ کله چې هغه تکبير وايي تاسې هم تکبیر وواياست .

۳- ښي لاس په ګين لاس تر نامه لاندې نيول په دليل د دغه حديث شريف :

« من السنة وضع اليمين على الشمال تحت السرة » (رواه أحمد وأبو داود).

ژباړه : ښی لاس په ګين لاس تر نامه لاندې نيول له سنتو څخه دي.

او د ښځو د پاره ښي لاس په ګيڼ اېښودل او په سينه باندې نيول .

۴- استفتاح دعا (د پيل دعا) يا ثناء ويل :

ثنا ((سبحانك اللهم وبحمدك ، وتبارك اسمك، وتعالى جَدُّك، ولا إله غيرك) ويل سنت دي په دليل د دغه حديث شريف :

عايشه رضی الله عنه روايت کوي: « كان النبي صلّى الله عليه وسلم إذا استفتح الصلاة، قال: سبحانك اللهم وبحمد ك، وتبارك اسمك وتعالى جَدُّك، ولا إله غيرك» (رواه أبو داود، وللدارقطني) .

يعنې : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله لمونځ پيل کولو داسې به يې ويل : سبحانك اللهم وبحمد ك، وتبارك اسمك وتعالى جَدُّك، ولا إله غيرك.

۵- په لومړي رکعت کې اعوذ بالله ويل: په دليل د دغه روايت چې احمد او ترمذي له ابی سعيد الخدري څخه روايت کړی چې هغه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې لمونځ پيل کړ (ثنا به يې ولوستله ) وروسته به يې اعوذ بالله ويل .

 عن أبي سعيد الخدري عن النبي صلّى الله عليه وسلم أنه كان إذا قام إلى الصلاة استفتح، ثم يقول:اعوذ بالله

۶- دهر رکعت په شروع کې بسم الله ويل سنت دي.

۷- د آمين ويل :

د الحمدلله ويلو وروسته آمين ويل په دليل د دغه حديث شريف چې ابی هريرة رضی الله عنه روايت کړی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : « إذا أمَّن الإمام فأمنوا، فإنه من وافق تأمينه تأمين الملائكة، غفر له ماتقدم من ذنبه »رواه الجماعة إلا أن الترمذي.

ژباړه : کله چې امام آمين وايي تاسې هم آمین ووايئ پس که د چا آمين د ملائکو د آمین سره موافق شو هغه ته به د مخکې ګناهونو بښنه وشی .

د احنافو په نزد آمين په پټه ويل سنت دي په دليل د دغه حديث شريف :

« أربع يخفيهن الإمام: التعوذ والتسمية والتأمين والتحميد » (فتح القدير:۲۰۴/۱، والقول رواه ابن أبي شيبة عن إبراهيم النخعي).

يعنې : امام به څلور شيان پټ (وايي) : اغوذبالله ، بسم الله ، آمين او تسبيح يا تحميد .

۸- د پښتو په مينځ کې فاصله :

په قيام کې به پښې د څلورو ګوتو په اندازه پراخه نيول کيږي .

قالا لحنفية: يسن تفريج القدمين في القيام قدر أربع أصابع؛لأنه أقربإ لى الخشوع ( فقه الاسلامي وادله) .

۹- د تکبير ويل :

د سجدې او رکوع ته د تللو او بيرته پورته کېدو په وخت کې د الله أکبر ويل سنت دي په دليل د دغه حديث شريف :

ابن مسعود رضی الله عنه وايي: «رأيت النبي صلّى الله عليه وسلم يكبّر في كل رفع وخفض، وقيام وقعود» (رواه أحمد والنسائي والترمذي وصححه).

يعنې : ما جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ليدلی چې د هر پورته کيدو ، ټېټېدو او قيام او قعدې په وخت کې به يې الله أکبر ويل .

۱۰- د رکوع په حالت کې سر د شا سره برابرول او په دواړو لاسونو سره د دواړو زنګنونو نيول سنت دي .

عائشه رضی الله عنها روايت کوي : «كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا ركع لم يرفع رأسه ولم يصوبه، ولكن بين ذلك» (متفق عليه).

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله رکوع کوله سر به يې ( له شا سره ) برابر ؤ نه پورته ؤ او نه ټيټ .

۱۱- په رکوع کې دری ځله سبحان ربي الغظيم ويل .

۱۲- قومه يعنی د رکوع  نه پورته کيدو په وخت کې د امام د پاره سمع الله لمن حمده او د مقتدی لپاره ربنا لک الحمد او د تنها ګزار لپاره د دواړو ويل.

په دليل د دغه حديث شريف :أبي هريرة رضی الله عنه وايي: «كان رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا قام إلى الصلاة يكبِّر حين يقوم، ثم يكبر حين يركع، ثم يقول: سمع الله لمن حمده، حين يرفع صُلْبه من الركعة، ثم يقول وهو قائم: ربنا ولك الحمد…» (متفق عليه) .

ژباړه : رسول الله صلی الله عليه وسلم به چې کله لمانځه ته پاڅېدو د درېدو پر مهال به يې الله اکبر ويل ، بيا به د رکوع کولو پر مهال الله اکبر ويل بيا د رکوع څخه د پورته کيدو پر مهال به يې سمع الله لمن حمده او بيا د درېدو پر مهال ربنا ولك الحمد ويل .

۱۳- سجدی ته د تلو په وخت کې لومړی دواړه ګونډې بيا دواړه لاسونه او بيا تندی په ځمکه ايښودل.

په دليل د دغه حديث شريف :«رأيت رسول الله صلّى الله عليه وسلم إذا سجد، وضع ركبتيه قبل يديه، وإذا نهض رفع يديه قبل ركبتيه» .

۱۴- په دواړو سجدو کی دری ځله سبحان ربي الاعلی ويل.

حذيفة رضی الله عنه روايت کوي چې ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه آورېدل چې په سجده کې يې داسې ويل :«سبحان ربي الأعلى » (رواه ابن ماجه، وأبو داود).

۱۵- د سجدې په وخت کې مخ د لاسونو د پنځو په مينځ کې ايښودل ورنونه د ګيډې نه جلا او د ځمکې  نه لري ساتل او څنګلې له ورنو نه لرې ساتل اوهمدارنګه د دواړو پښو ولاړ ساتل سنت دي .

«أنه صلّى الله عليه وسلم كان إذا سجد وضع وجهه بين كفيه» (المسلم)

يعنې : روايت دی چې : رسول صلی الله عليه وسلم به چې کله سجده کوله خپل مخ به يې د دواړو لاسونو د پنجو په مينځ اېښولو .

«أن النبي صلّى الله عليه وسلم كان إذا سجد جافى، حتى لو شاءت بهيمة أن تمر بين يديه لمرت» (المسلم) .

يعنې : روايت دی چې : رسول صلی الله عليه وسلم به چې کله سجده کوله ( د ورونو ، ګېډې او ځمکې ) تر مينځ دومره خاليګاه وه چې د حيوان وړوکی بچی ورڅخه ترېدی شوی .

او د ښځو لپاره ورنونه د ګيډی سره پيوسته کول او پښی په ځمکه باندی غوړيدلې ساتل سنت دي .

په دليل د دغه حديث :«إذا سجدت المرأة فإنها تنضم ما استطاعت، ولا تتجافى لكي لا ترفع عجيزتها» (رواه عبدالرزاق ۵۰۸۹ ، ابن ابی شيبه ۱/۲۴۱ ) .

۱۶- په جلسه او قعده کې سړيو لره ښی پښه ودرول او چپه پښه غوړول او په هغه کيناستل او ښځو لره دواړه پښی ښی طرف ته ويستل اوپه هغه کيناستل.

عايشه رضی الله عنها وايي : «وكان يفرش رجله اليسرى، وينصب اليمنى» (رواه النسائي) .

ژباړه : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم به چپه پښه غوړوله او ښی پښه به يې دروله .

همدارنګه ابن عمر رضی الله عنه وايي: «من سنة الصلاة: أن ينصب القدم اليمنى،واستقباله بأصابعها القبلة» (رواه ابن ماجه) .

يعنې : د لمانځه د سنتو څخه دا دی چې : ښي پښه ودرول شي او د پښې ګوتې د قبلې طرف کړ شي .

۱۷- په قعده کې د لاسونو ايښول په ورنونو داسې چې ښي لاس تلی په ښي ورون او چپ لاس په چپ ورون داسې چې د لاسونو ګوتې څه پراخه وي او ګونډې به په لاسونو نه نيسی او په تشهد کې د ښي لاس د شهادت ګوته د (لااله ) ويلو پر مهال پورته کول او د (الا الله ) ويلو پر مهال به يې ښکته کول .

قال الحنفية: يضع يمناه على فخذه اليمنى، ويسراه على اليسرى، ويبسط أصابعه، كالجلسة بين السجدتين، مفرجة قليلاً، جاعلاً أطرافها عند ركبتيه، ولا يأخذ الركبة في الأصح، والمعتمد أنه يشير بسبابة يده اليمنى عند الشهادة، يرفعها عند نفي الألوهية عما سوى الله تعالى، بقوله: (لا إله)، ويضعها عند إثبات الألوهية لله وحده، بقوله: ( إلا الله ) ليكون الرفع إشارة إلى النفي، والوضع إشارة إلى الإثبات، ولا يعقد شيئاً من أصابعه (فقه الاسلامي وادله ،الدر المختار: ۴۷۴/۱).

۱۸- د احنافو په صحيح او مشهور روايت سره د فرضو په دوو آخرو رکعتونو کې د الحمدلله ويل سنت دي قراءة الفاتحة في الركعتين الثالثة والرابعة من الصلوات المفروضة تسن على الصحيح عند الحنفية ولو ضم إليها سورة لا بأس به؛(فقه اسلامی و ادله ).

۱۹- په قعده اخيره کې د تشهد نه ورسته درود شريف ويل.

د احنافو دليل دا دی چې د درد شريف په اړه راغلی احاديث په وجوب باندې دلالت نه کوي .

«اللهم صل على محمد وعلى آل محمد، كما صليت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد، وبارك على محمد وعلى آل محمد كما باركت على إبراهيم وعلى آل إبراهيم، إنك حميد مجيد» (البخاري) .

۲۰- د درود نه ورسته دُعا لوستل ربنا آتنا …

په احاديثو کې لاندې دعاګانې ثابت شوې دي :

(ربنا آتنا في الدنيا حسنة وفي الآخرة حسنة، وقنا عذاب النار)

(اللهم إني أعوذ بك من عذاب جهنم، ومن عذاب القبر، ومن فتنة المحيا والممات، ومن شر فتنة المسيح الدجال ).

( اللهم اغفر لي ما قدمت وماأخرت، وما أسررت وما أعلنت، وما أسرفت،وما أنت أعلم به مني، أنت المقدم وأنت المؤخر، لا إله إلا أنت )

۲۱- لومړی ښی طرف او بيا چپ طرف ته سلام ګرځول.

سعد بن ابی وقاص رضی الله عنه وايي: «كنت أرى النبي صلّى الله عليه وسلم يسلم عن يمينه وعن يساره ….» (المسلم ).

يعنې : ما رسول الله صلی الله عليه وسلم وليد چې هغه ښي او چپ لورې ته سلام وګرځاوه .

۲۲- د مسبوق انتظار تر څو امام سلام وګرځوي ، څو معلوم شي چې سجده سهوه نه وي ورباندئ واجب شوی .

انتظار المسبوق فراغ الإمام من التسليمتين، لوجوب المتابعة، حتى يعلم ألا سهو عليه. وهذه سنة عند الحنفية(فقه الاسلامي وادله) .

د لمانځه آداب :

۱- د تکبير تحريمه په وخت د لاسونو د پنځو ايستل له څادر او قميص څخه پرته له عذر څخه لکه يخنې مګر ښځه به يې نه وباسي د ستر په وجه .

۲- په قيام کې د سجدې ځای ته کتل په رکوع کې خپلو د پښو قدمونو ته کتل په سجده کې پوزې ته کتل په قعده کې سېنې ته کتل او د سلام ګرځولو پر مهال خپلو اږو ته کتل .

۳- تر وسه پورې د ارګيمې بندول که بند نشي په خوله باندې چپ لاس اېښودل .

۴- د غاړې د تازه کولو دفع کول پرته له عذره د غاړې تازه کول لمونځ فاسدوي .

۵- د امام او متقديانو پورته کېدل د حی الفلاح پر مهال يعنې دغه مهال به امام په محراب کې ولاړ وي او متقديان به صفونه برابروي .

د لمانځه د ادا کولو طريقه

د لمانځه شروع کولو نه مخکې لمونځ کوونکي ته پکار ده چې څنګه دی د خپل بدن او جامو پاکي او صافي کوي هدارنګه زړه هم د دنيايي کارونو او خيالاتو نه پاک کړي ځکه چې دی اوس د خپل رب (جل جلاله) په حضور کې ودريږي .

نيت به وکړي په زړه کې او که په ژبه وشی نو بهتره به وي ځکه په ژبه سره نيت کول د زړه د حضور سره مدد کوي

(الله اکبر) به ووايي دواړه لاسونه به دغوږونو تر نرميو پورې پورته کړي

او ښځی به خپل لاسونه تر اوږو پورې پورته کړي

وروسته به لاسونه تر نامه لاندې ونيسي پداسې شان سره چې د ښې لاس غټې ګوتې او کوچنۍ ګوتې د چپ لاس مړوند ونيسي او د ښی لاس مينځنی درژ ګوتې د چپ لاس په ليچي باندی خپرې کيږيدي.

او ښځه به د ښې لاس تلی د چپ لاس  په شا نيولی په سينه باندې ونيسي

او دغه ثنا به ووايي سُبْحَانَكَ الّلهُمَّ وَبِحَمْدِكَ وَتَبَارَكَ اسْمُكَ وَتَعَالى جَدُّكَ وَلَآ إِلهَ غَيْرُكَ

وروسته به اغوذ بالله او بسم الله ووايي :

أعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ

بِسْمِ اللهِ الرَّحمنِ الرَّحِيمِ

بيا به د فاتحې سورة الحمدلله ووايی :

الْحَـمْدُ للّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ۱  الرَّحْمـنِ الرَّحِيمِ ۲ مَـلِكِ يَوْمِ الدِّينِ۳ إِيَّاكَ نَعْبُدُ وإِيَّاكَ نَسْتَعِينُ ۴ اهدِنَـــا الصِّرَاطَ المُستَقِيمَ ۵صِرَاطَ الَّذِينَ أَنعَمتَ عَلَيهِــمْ غَيرِ المَغضُوبِ عَلَيهِمْ وَلاَ الضَّـــالِّينَ ۶

بيا به يو سورة يا لږ تر لږه درې آيته يې ولولي مثلاً دادي ووايي:

قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ ۱ اللَّهُ الصَّمَدُ ۲ لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ ۳ وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ۴

په قيام کښې به د سجدې ځای ته ګوري او د دواړو پښو تر مينځ بايد د څلورو ګوټو په اندازه فاصله موجوده وي يعني ډيري به سره نژدې نه وي د دواړو پښو پنجې به د قبلې لوري ته وي ، د سورت نه وروسته به الله اکبر ووايي رکوع ته به لاړ شي .

 رکوع به داسې کوي چه د ده د شا وروستۍ حصه ، ملا او سر د تختې په شان برابر او هوار وي  سر ډير ټيټول يا د شا څخه پورته ساتل نه دي پکار د دواړو لاسونو ګوتی به پراخه په ګونډو نيسي .

بيا به ښه په قراره درې ځله [سُبْحَانَ رَبِيَّ الْعَظِيْم] ووايي وروسته به د رکوع څخه وروسته نيغ دريږي يعنې قومه ته به ځې وايې به [سمع الله لمن الحمد] او مقتديان به [رَبنَا وَلَكَ الْحَمْدُ] ووايي او تنها ګر به دواړه کرار ووايي ،وروسته به الله اکبر ووايي سجدې ته به لاړ شي دریږې ځله به [سُبْحَانَ رَبِيَّ الاَعلی ووايي،سجده به داسې ادا کوي چې لومړی دواړه زنګنونه پر ځمکه ولګوي  بيا د دواړو لاسونو پنجې د غوږونو په برابر کېدي بيا پوزه او تندی دواړه پر ځمکه ولګوي ، د دواړو لاسو څنګلی او مړوندونه به د ځمکی نه پورته او ګيده د ورنونو نه جلا ساتل پکار دي د لمونځ کوونکی د ګيډی او ځمکی ترمينځ دومره ځای پکار دی چې حيوان وړوکی بچی د هغه لاندی تريدلی شي

او د ښځو لپاره ورنونه د ګيډی سره پيوسته کول او پښی په ځمکه باندې غوړيدلی ساتل پکار دي.

بيا به الله اکبر ووايي جلسې ته به لاړ شی يعنی د دواړو سجدو تر مينځ کيناستل پداسې شان چه ښه پوره کيني او دبدن مفصلونه او اندامونه ښه تقرر ونيسي بيا به الله اکبر ووايي دوهمې سجدې ته به ولاړ شي درې ځله به [سبحان ربي الأعلی] ووايي وروسته به الله اکبر ووايي له سجدې څخه به داسې پورته کيږي چه لومړي به تندی او ورسته لاسونه پورته کوي د دواړو لاسونو په پراخه نيولو پنجو به ګونډې ونيسي او قيام ته به ځی اوس يو رکعت پوره شو ، په دوهم رکعت کې به لومړی [بسم الله الرحمن الرحيم] ووايي بيا به سورة فاتحه ولولې آمين به ووايي بيا به يو سورت يا درې آيته ووايي بيا به الله اکبر ووايي رکوع ،قومه ،سجده او جلسه به وکړي د تېر رکعت په څېر دغه دوهم رکعت هم وکړي خو بيا د دواړه سجدو د ادا کولو نه پس به قعده (ناسته) وکړي قعده کې به داسې کيني چه ښې پښه ولاړه د پښې ګوتې د قبلې په طرف وي او ګينه پښه به څملوي د پاسه دې پرې کيني او دواړه لاسونه په ورنو ږدي او تشهد به وايي

او ښځه به دواړه پښی ښی طرف ته ويستل او خپل ښی ورون د ګين ورون سره جنګول په هغه کيناستل پکار دي او تشهد به وايي :

اَلتَّحَيَّاتُ للهِ وَالصَّلَواتُ وَالطَّيِّباتُ، اَلسَّــلاَمُ عَلَيْكَ أيُّهَا النَّبِيُّ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَكَاتُه،

اَلسَّلاَمُ عَلَيْنَا وَعَلى عِبَادِ اللهِ الصَّالِحِيْنَ، أشْهَدُ أنْ لاَ إلهَ إلاَ اللهُ وَأشْهَدُ أنْ مُحَمَّدًا عَبْدُه وَرَسُوْلُه

 اَللّهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا صَلَيّْتَ عَلى إبْرَاهِيْمَ وَعَلى آل إبْرَاهِيمَ، إنَكَ حمَيْدُ مَجِيْدُ

اَللّهُمَ بَارِكْ عَلى مُحَمَّدٍ وَعَلى آلِ مُحَمَّدٍ، كَمَا بَارَكْتَ عَلى إبرَاهِيمَ وَعَلى آلِ إبرَاهِيمَ، إنَكَ حمَيْدُ مَّجِيْدُ

اَللّهُمَّ رَبَّنَا اتِنَا فِی الدُّنْيَا حَسَنَةً وَّ فِی الاخِرَةِ حَسَنَةً وَّ قِنَا عَذَابَ النَّار

 بيا به ښې طرف مخ اړوي لمړی سلام به وګرځوی وا وايي به

[اَسَّلامُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَةُ الله] او بيا به چپ طرف ته مخ اړوي او سلام به وايي[اَسَّلامُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَةُ الله]

ورسته له لمانځه څخه به دا درې ځله استغفرالله ووايي او بيا به دا دُعا ووايي :

 اَللهُمَ اَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْکَ السَّلاَمُ تَبَارکْتَ يَاذَالجَلاَلِ وَالاَکْرَامِ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here