کور پاڼه / اسلام / فکري درسونه- مولوي عبدالهادي مجاهد

فکري درسونه- مولوي عبدالهادي مجاهد

د (فکري پوهنې) او (د یرغل پر وړاندي) کتابونو له نومونو سره ممکن ډیر کم ځوانان نا اشنا وي. دا دوه کتابونه د محترم استاد مولوي عبدالهادي مجاهد تألیفات دي چې په افغانه ټولنه کې یې زیات محبوبیت ګټلی دی. استاد مجاهد صاحب د لویدیځ یرغل په مقابل کې خپل ولس او د جهادي صف ځوانانو ته په بیلابیلو وختونو کې د یو لړ فکري او تحلیلي مقالو د لیکلو هڅه کړې چې د هغې له جملې څخه یوه برخه یې د ( فکري پوهنې) د کتاب په شکل کې څو کاله مخکي افغان ولس ته وړاندي شوې او د الله تعالی په فضل هغه کتاب په پښتو او دري ژبو کې په تیرو څو کلونو کې په مکرر ډول په لسګونو زره نسخې چاپ او د دې مسلمان ولس له تاوده استقبال سره مخامخ شو.

د دې تر څنګ یې یوه بله مجموعه مضامین چې هغه هم د امریکايي اشغال په خلاف د مقاومت په سلسله کې لیکل شوي دي او د همدغه زماني مقطع دحالاتو او فکري ادبیاتو څرګندونه کوي تر بیا کتني او ځیني اصلاحاتو وروسته ( د یرغل په وړاندي) کتاب په شکل د افغان مؤمن ولس په خدمت کې وړاندي شول.

دا کتاب هم د مخکي په څیر د افغان ولس له زیات استقبال سره مخ شو او ویې کولای شوای د زیاتو غلطو فکري شکوکو او تزلزلاتو مخنیوی وکړي.

محترم استاد د دې تر څنګ چې یو ویښ ضمیره لیکوال دی، یو فصیح او خوږ ژبی مقرر هم دی. استاد د خپلو لیکنو تر څنګ د لیکولانو، لوستونکو خلکو، طالبانو، محصلینو، د مکاتبو د استادانو او شاګردانو تر مینځ په زیاتو موضوعاتو بیانونه هم کړي چې د خلکو په فکري جوړښت کې زیات مؤثر او مفید تمام شوي دي.

محترم استاد د خپلو صوتي درسونو په هکله داسي وايي:

(د امریکا د اشغال په مقابل کې د قلم د پورته کولو تر څنګ ما ته الله تعالی د غږ د پورته کولو توقیق هم را په برخه کړ چې په دې ډګر کې مې په بېلابېلو وختونو کې د هېواد له مجاهدینو، لوستو خلکو، او د فکر او فرهنګ له خاوندانو سره چې په هغو کې د پوهنتونونو، مدارسو، مکاتبو استاذان او محصلین هم شامل ول د فکري پوهاوي درسونه او مجالس درلودل. د فکري پوهاوي په سلسله کې مې پر بېلابېلو هغو علمي او فکري موضوعاتو چې په موجود وضعیت او جهادي جریان پوري اړه درلوده او پر هغو باندي پوهېدل او پوهول د معاصر اسلامي دعوت له ضروریاتو ګنل کېدل یوه سلسله درسونه درلودل چې له نیکه مرغه د هغو درسونو يوه برخه یې د ځینو مخلصو دوستانو او شاګردانو په همت په صوتي شکل ثبت شوې او نشر شوي هم دي.

د يادولو ده چې زما درسونه د هېڅ کوم تنظيم يا کوم سياسي او نظامي جهت د افکارو او نظرياتو بيانوونکي ندي، بلکې د يوه عادي افغان په حيث مې کوښښ کړی چې د يرغلګرو او د هغوئ د غلامو ځايي ملګرو د توطيو، بې لارې کوونکو افکارو او د هغوئ د جناياتو د بربنډولو په اړه د خپل مسلمان ولس په فکري پوهاوي کې خپل اسلامي مسؤوليت ادا کړم).

محترم استاد لکه څنګه چې د قلم په برخه کې یې بې ساري خدمتونه کړي، صوتي برخي یې هم په ټولنه خصوصاً په ځوانانو کې انقلاب راوستی او په غیري مستقیمه توګه یې داسي ځوانان روزلي چې کولای شي په پوره معنی د اسلامي نظام ملا ور وتړي.

له نورو زیاتو لیکوالانو څخه د استاد امتیاز دا دی چې نوموړی د قلم او ژبي تر څنګ د جهاد په دواړو ( د شوروي په وړاندي او د لویدیځ په وړاندي) مرحلو کې په مسلح جهاد کې هم ونډه اخیستونکی پاتی شوی او لا اوس هم عملاً په صف کې موجود دی.

تکړه لیکوال او شناند لطف الله خیر خوا یې ( د یرغل پر وړاندي ) کتاب کې داسي معرفي کوي:

(لیکوال (مجاهد صاحب) د هغه علمي منافق په څیر نه دی چې عقیده یې یوه وي خو لیکي او وایي بل څه، دی چې څه وايي د یوه مؤمن په څیر پر هغه معتقد هم دی. لیکي یې، اوروي یې، بل ته یې رسوي او د یوه بلا همت په زور د منزل په لور درومي.)

دا دی دا ځل یې د فکري درسونو مکمله سلسله  په لوړ کیفیت د الهدایه خپرندویه ادارې لخوا مینوالو ته وړاندي کیږي،  درسونه شاوخوا ۶ نیم جي بي وزن لري چې د لاندي لینکونو له لاري له ارشیف او ګوګل ډرایو څخه کښته کولای شئ. که چیري د ګوګل ډرایو اکاونټ ولرئ، بغیر له کښته کولو ټول درسونه په اسانۍ سره  هلته انتقالولای شئ. د یادوني وړ ده چې اداره په پلان کې لري د استاد د درسونو دا لړۍ چې مخکي یې یوه برخه د اپلکیشن په توګه نشر شوې وه، پاتي برخې هم ډیر ژر د اپلکیشنونو په بڼه خپلو مینوالو ته وړاندي کړي. ان شاءالله

ګوګل ډرایو (Google Drive)

انټرنیټ ارشیف (Internet Archive)

تبصره وکړه

x

Check Also

د انساني خلقت مقصد

يو په زړه پورې لنډ خو له مهمو معلوماتو ډک کتاب : ...