کور پاڼه / سوالونه ځوابونه / فلش ته شفر (پاسورډ) څنګه ورکول کیږي؟

فلش ته شفر (پاسورډ) څنګه ورکول کیږي؟

عبدالتواب خپلواک
که په فلش کي مهم مالومات لری او نه غواړی چي تر فلش ورکېدو هغه د بل چا په ګوتو ورسي نو فلش ته مو شفر/ پاسورد ورکړی،او ځان ډاډمن کړی.
ډېر ساده او اسانه دا چاره(فلش ته شفر ورکول)تر سره کولای سو،لاندي راښووني یو په یو عملي کړی څو فلش مو شفر لرونکی سي:
۱-فلش مو د کمپیوټر سره وصل کړی.
۲- د پیل (start) مینو کلیک کړی او په لټون ځای کي bitlocker ولیکی او ر bitlocker drive encryption  کیلک وکړئ.
۳-په وروسته مرحله کي دټاکلي ډرایو یا فلش پر turn on bitlocker کلیک وکړی.
۴. د خپله ځانه ټاکل سوی پاسورډ ولیکی او پر next کلیک وکړی.
۵-اوس تاسو ته دوه اپشنونه مخته راځي په لومړي افشن recovery key سره کولای سی پاسورډ د یو فایل په ډول ثبت کړی ترڅو د هیري په وخت کي ورڅخه استفاده وکړی او دوهم افشن د همدې پاسورد فایل درته چاپوي.(که پرینټر نصب وي)
۷-بیا پر next کلیک وکړی.
۸-خپل مخکنی پاسورد د تایید لپاره بیا ولیکئ او پر start encrypting کلیک وکړی.(ځیني کمپیوټرونو کي بیا پاسورد لیکل نه غواړي)
۹-اوس ستاسو فلش پاسورد لرونکی سو،او هدف ته ورسېدلاست(ځیني وخت کله چي فلش د data ډک وي نو پاسورډ اخیستل وخت نیسي.)
اوس ددې لپاره چي وګوری چي ایا فلش مو شفر لرونکی سوی دی او که نه؟ ددې تشویش د رفع کولو لپاره مو فلش د بل کمپیوټر سره وصل کړی او وګوری چي فلش مو پاسورډ لرونکی سوی دی،اوس نو فلش ته د ننوتو لپاره همدا پاسورډ کاروی او د ورکېدو په صورت کي د بل کس د ننوتو څخه ډاډه اوسی.
د فلش څخه د پاسورډ بیرته لیري کول:
۱-فلش د کمپیوټر سره وصل کړی
۲-پر start مینو کلیک وکړی،په لټون ځای کي bitlocker ولیکی،bitlocker کلیک کړی او بیا پر bitlocker drive encryption کلیک وکړی.
۳-اوس پرturn off bitlocker کلیک وکړی او وروسته decrypt drive کلیک کړی،تر اخیرني کلیک وروسته مو فلش بلکل له پاسورډه خلاص او د مخکي په ډول سو.
یادونه: پورته د شفر ورکولو کړنلاره یواځي فلش ته د شفر ورکولو لپاره نه بلکي ډرایو،باندیني هارډیسک او نورو ذخیروي الاتو (storage devices) لپاره هم کارولی سو.

 

تبصره وکړه

x

Check Also

څنګه کولای شو په ویندور xp,windows 7 او windows 8 کی یو ویب سایټ بند(block) کړو؟

عزیزالرحمن قیومی څنګه کولای شو په ویندور xp,windows 7 او windows 8  ...