کور پاڼه / اسلام / غزوات الرسول

غزوات الرسول

د غزوات الرسول (صلی الله علیه وسلم ) په نوم د (قطب الدين مشال صاحب) کتاب په کره او معياري پښتو موده وړاندې په اعلى کوالټي لرونکي کاغذ چاپ شو، کتاب دومره جالب، جاذب او خوندور انداز ليکل شوى چې ډېرو لوستونکو پرته له بندېدا په يوځلې لوستلى.

داسي ښکاري لکه مشال صاحب چې له ډېرو څېړنو او سخت زيار و کار وروسته ياد کتاب ليکلى وي؛ په کتاب کې چې يې ماته ډېر خوند راکړ هغه دا و چې له هرې غزا وروسته د غزا سبق آموزه نتيجه په ډېر  مختصر خو پراثر ډول ليکلې شوېده چې په نړۍ خپره دې توره تېاره کې زمونږ لپاره بلکل له شکه پرته مشعل راه ګرځېداى شي.

له همدې کبله د الهدايت خپرندويه ادارې تکل وکړ چې ستاسو د خدمت لپاره ياد کتاب د ليکوال په اجازه اپليکېشن جوړ او په پلې سټور کې خوندي کړ ترڅو ټول پښتانه يې په آسانۍ سره وموندي او په لوستلو يې خپل فکر او ژوند ښکلى کړي..

دا کتاب په لاندې ادرسو خپلو موبايلو ته ښکته کولى شئ

موبايل ته کښته کول زمونږ ټیلیګرام چینل فېسبوک ګروپ

نوټ : د الهداية خپرندويه ادارې له فېسبوک ګروپ څخه يي د فېسبوک په اخستل شوي انټرنيټ پيکج هم ډاونلوډ کولاي شي.

په خورا درنښت

الهداية خپرندويه اداره

د غزوات الرسول (صلی الله علیه وسلم ) په نوم د (قطب الدين مشال صاحب) کتاب په کره او معياري پښتو موده وړاندې په اعلى کوالټي لرونکي کاغذ چاپ شو، کتاب دومره جالب، جاذب او خوندور انداز ليکل شوى چې ډېرو لوستونکو پرته له بندېدا په يوځلې لوستلى. داسي ښکاري لکه مشال صاحب چې له ډېرو څېړنو او سخت زيار و کار وروسته ياد کتاب ليکلى وي؛ په کتاب کې چې يې ماته ډېر خوند راکړ هغه دا و چې له هرې غزا وروسته د غزا سبق آموزه نتيجه په ډېر  مختصر خو پراثر ډول ليکلې شوېده چې په نړۍ…

د کتني لپاره مطالب:

تبصره وکړه

x

Check Also

د ماشومانو لارښود

د ګران ورور  عبدالرحيم راشد دغه وړوکی کتاب مي تر پايه وکوت. ...