کور پاڼه / اسلام / علیکم بسنتي

علیکم بسنتي

قدرمنو لوستونکو !

په انساني ټولنه کې د فساد خپرولو او ترویج تر شا د انسان ازلي دښمنان نه ستړي کيدونکي کوششونه کوي، او دا دښمنان اللهY انسان ته ور په ګوته کړي، ترڅو چې انسان پرهغوی برلاسی ترلاسه نه کړي د اصلاح او تربيت هر کوشش ناکام دى، ځکه خو ویل کيږي چې د دښمن پيژندنه د برلاسي لومړى شرط دى.

د انسان دښمنان په لاندې ډول دي:

لومړى د انسان خپل نفس: اللهY فرمايي: ﴿إِنَّ ٱلنَّفۡسَ لَأَمَّارَةُۢ بِٱلسُّوٓءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّيٓۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٞ رَّحِيمٞ [يوسف : ٥٢]

ژباړه: “بې له شکه نفس په بدۍ امر کونکى دى مګر دا چې زما رب پر چا رحم وکړي بې له شکه زما رب بښونکى او مهربان دى.”

دويم دښمن شيطان دى، اللهY فرمايي: ﴿وَلَا تَتَّبِعُواْ خُطُوَٰتِ ٱلشَّيۡطَٰنِۚ إِنَّهُۥ لَكُمۡ عَدُوّٞ مُّبِينٌ [البقرة : ١٦٨]

ژباړه: “د شيطان پيروي مه کوئ بې له شکه هغه ستاسې ښکاره دښمن دى”.

او نبيe فرمايي: “إِنَّ الشَّيْطَانَ يَجْرِي مِنْ الإنسان مَجْرَى الدَّمِ(البخاري)

ژباړه: “بې له شکه شيطان د انسان په رګونو کې د وينې په څير ځغلي”

دريم دښمن د انسان لپاره هغه منافقين دي چې په انساني ټولنه کې يې په ظاهره د اسلام جامې په تن وي او د انسانانو په زړونو کې د اسلام مفاهيم شکمن يا هم تحريفوي او کفري غير شرعي مفاهيم ورته ښايسته کوي، معروف ورته منکر او منکر ورته معروف، اصلاح ورته فساد او فساد ورته اصلاح معرفي کوي.

څلورم دښمن کفار دي کوم چې د انسانانو د فساد لپاره شپه او ورځ لګيادي او انساني ټولنې ته د فساد اسباب مهيا کوي.

که د انسان پورتنيو دښمنانو ته ځير شو نو و به ګورو چې دهغو له منځه وړل د انسان لپاره خورا لوی ګواښ دى، لومړي درې دښمنان نفس، شيطان او منافق داسې دښمنان دي چې په سترګو نه ښکاريږي نو د هغو له منځه وړل به څنګه انسان ته ممکن وي او څلورم دښمن چې کفار دي په مادي وسائلو دومره مسلح دي چې په عالم اسباب کې پر هغوی برلاسى ناشونی بریښي، خو له دې سره سره بيا هم اللهY خپلو بندګانو ته پرهغوی د برلاسي حکم کړى، او پدې لړ کې يې د بريا زيرى او وعده صرف خپلو نيکو او نژدې دوستانو او وليانو ته ورکړې او اللهY وعده خلافي نه کوي.

اللهY فرمايي: ﴿أَلَآ إِنَّ أَوۡلِيَآءَ ٱللَّهِ لَا خَوۡفٌ عَلَيۡهِمۡ وَلَا هُمۡ يَحۡزَنُونَ [يونس : ٦٢]

ژباړه: “آګاه اوسئ چې د اللهY په دوستانو به نه ډار وي او نه به دوی غمګين شي.”

اوس سوال دادى چې د الله دوستان او اولياء څوک دي؟ هغوى اللهY مونږ ته داسې را په ګوته کوي ﴿ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ لَهُمُ ٱلۡبُشۡرَىٰ فِي ٱلۡحَيَوٰةِ ٱلدُّنۡيَا وَفِي ٱلۡأٓخِرَةِۚ لَا تَبۡدِيلَ لِكَلِمَٰتِ ٱللَّهِۚ ذَٰلِكَ هُوَ ٱلۡفَوۡزُ ٱلۡعَظِيمُ [يونس : ٦۳،  ٦٤]

ژباړه: “(د اللهY اولياء) هغه کسان دي چې ايمان يې راوړى او تقوى يې اختيار کړې، دوی ته د دنيا او آخرت په ژوند کې زيرى دى، د اللهY خبرې نه تبديليږي، او دا تر ټولو ستره کاميابي ده.”

او څوک چې هم دا صفت په ځان کې پيدا کړي نو اللهY بيا ورته د دښمنانو پرخلاف داسې ډاډګیرنه ورکوي

﴿وَإِن تَصۡبِرُواْ وَتَتَّقُواْ لَا يَضُرُّكُمۡ كَيۡدُهُمۡ شَيۡ‍ًٔاۗ إِنَّ ٱللَّهَ بِمَا يَعۡمَلُونَ مُحِيطٞ﴾ [ال عمران : ١٢٠]

ژباړه: “که چيرې تاسې صبر وکړئ او تقوی اختيار کړئ نو د دوی (دښمنانو) زور او قوت به تاسې ته هيڅ زيان ونه رسوي، بې له شکه اللهY د دوی (دښمنانو) په کارونو باندې احاطه کونکى (برلاسى) دى.”

اوس پوښتنه دا ده چې انسان د اللهY ولي يا دوست څنګه جوړيږي؟ ددې ځواب اللهY پدې آيت کې فرمايي: ﴿قُلۡ إِن كُنتُمۡ تُحِبُّونَ ٱللَّهَ فَٱتَّبِعُونِي يُحۡبِبۡكُمُ ٱللَّهُ وَيَغۡفِرۡ لَكُمۡ ذُنُوبَكُمۡۚ وَٱللَّهُ غَفُورٞ رَّحِيمٞ [ال عمران : ٣١]

ژباړه: ووايه (اى محمدr) که چيرې تاسې له اللهY سره محبت کوی نو زما پيروي وکړئ، اللهY به له تاسې سره محبت وکوي او ستاسې ګناهونه به معاف کړي او اللهY بښونکى او مهربان دى.”

ګويا د اللهY محبت او ولايت ترلاسه کولو لپاره د ايمان او اسلام د ارکانو او واجباتو له اداکولو څخه وروسته د نبيr اتباع شرط ده، اتباع ديته وايي چې انسان د نبيr په قدم قدم کيږدي، په شپه او ورځ کې ټول هغه افعال او اقوال په خپل وخت او ځای عملي کړي کوم چې د نبيr له سيرت نه ثابت شوي وي.

کله چې انسان د نبيr اتباع په مواظبت او دوام سره شروع کړي نو يو وخت داسې راځي چې دا انسان د اللهY ولايت او دوستۍ ته رسيږي او څوک چې هم دې مقام ته ورسيږي نو اللهY خپل دې ولي او دوست ته بيا لاندې عظيم نعمتونه ورکوي:

لومړى: اللهY په آسمانونو کې ملايکو ته اعلان کوي چې زه له فلان سره محبت کوم تاسې هم ورسره محبت وکړئ.

دويم: په ځمکه کې اللهY ورته مقبوليت ورنصيب کوي بيا د دنيا مخلوقات هم محبت ورسره کوي.

له  ابوهريرةt څخه روايت دى چې نبيr فرمايي: “إِذَا أَحَبَّ اللَّهُ الْعَبْدَ قَالَ لِجِبْرِيلَ قَدْ أَحْبَبْتُ فُلَانًا فَأَحِبَّهُ فَيُحِبُّهُ جِبْرِيلُ ثُمَّ يُنَادِي فِي أَهْلِ السَّمَاءِ إِنَّ اللَّهَ قَدْ أَحَبَّ فُلَانًا فَأَحِبُّوهُ فَيُحِبُّهُ أَهْلُ السَّمَاءِ ثُمَّ يُوضَعُ لَهُ الْقَبُولُ فِي الْأَرْض(مسندأحمد، موطأ)

ژباړه: اللهY چې کله له خپل بنده سره محبت وکړي نو جبريلu ته وفرمايي چې زه له فلان سره محبت کوم ته هم ورسره محبت وکړه، نو جبريلu هم ورسره محبت کوي بيا د آسمانونو د مخلوقاتو په وړاندې اعلان وشي چې اللهY د فلان سره محبت کوي تاسې هم ورسره محبت وکړئ نو د آسمانونو مخلوقات هم ورسره محبت وکوي او بيا

(اللهY) ورته په دنيا کې مقبوليت ورنصيب کړي.

دريم: کوم دښمنان چې د اللهY له دې دوست سره دښمني کوي نو اللهY د هغوی پر خلاف د جنګ اعلان کوي او خپل ولي پر هغوی برلاسى کوي.

اللهY په قدسي حديث کې فرمايي: “من عادى لي وليا فقد آذنته بالحرب” (البخاري)

ژباړه: “چا چې زما له دوست او ولي سره دښمني وکوله نو بې له شکه ما د هغه پر خلاف د جنګ اعلان وکړ”

څلورم: اللهY د خپل دغه ولي او دوست جوارح ديته نه پريږدي چې له هغو څخه ګناه او فساد صادر شي، او هميشه ورته د نيکۍ توفيق ورکوي.

پنځم: د اللهY دا ولي (دوست) چې کله هم له اللهY څخه څه وغواړي نو اللهY يې سوال قبلوي او دعايې نه رد کيږي.

اللهY په قدسي حديث کې فرمايي “…وَمَا يَزَالُ عَبْدِي يَتَقَرَّبُ إِلَيَّ بِالنَّوَافِلِ حَتَّى أُحِبَّهُ فَإِذَا أَحْبَبْتُهُ كُنْتُ سَمْعَهُ الَّذِي يَسْمَعُ بِهِ وَبَصَرَهُ الَّذِي يُبْصِرُ بِهِ وَيَدَهُ الَّتِي يَبْطِشُ بِهَا وَرِجْلَهُ الَّتِي يَمْشِي بِهَا وَإِنْ سَأَلَنِي لَأُعْطِيَنَّهُ وَلَئِنْ اسْتَعَاذَنِي لَأُعِيذَنَّهُ ..” (البخاري)

ژباړه: “…زما بنده ماته هميشه د نوافلو په ذريعه را نژدې کيږي تر دې چې زه ورسره محبت وکوم، او کله چې زه ورسره محبت وکوم نو بيا زه د هغه غوږونه جوړيږم په کومو چې هغه اوريدل کوي او زه د هغه سترګې جوړيږم په کومو چې هغه ليدل کوي او دهغه لاس جوړيږم په کوم چې هغه نيول کوي او زه د هغه پښې جوړيږم په کومو چې هغه تګ کوي، او که چيرې له ما څخه غوښتنه (سوال) وکړي نو خامخا به يې ورکړم، او که په ما سره له څه نه پناه و غواړي خامخا به له هغه څخه ورته پناه ورکړم”

دبنده د غوږونو، سترګو، لاسونو او پښو جوړيدو نه مراد دادى چې دا جوارح به د اللهY د رضا تابع ګرځي او نوربه په هغه څه کې استعماليږي چې د اللهY خوښيږي.  (فتح الباري، فيض الباري)

قدرمنو لوستونکو!

پورتنيو الهي او نبوي ارشاداتو ته ځير شئ چې اللهY خپلو دوستانو او وليانو ته څنګه د هغوی په ازلي دښمنانو برلاسى ورکوي،کفار او منافقين چې د انسان ازلي دښمنان دي د هغوی پر خلاف د جنګ ذمه اللهY پرځان اخلي. انسان چې ګناهونه په جوارحو ترسره کوي او ديته يې شيطان او نفس اماره بالسوء هڅوي، نو ولايت ته له رسيدو  وروسته اللهY د هغه ټول جوارح په خپل قدرت کې اخلي د هغه نفس اماره بالسوء په نفس مطمئنه بدل شي او جوارح يې د شيطان له ولکې نه ووځي او پدې ترتيب په ټولو دښمانانو برلاسى تر لاسه کړي.

په پورتنيو الهي او نبوي ارشاداتو کې د فرد،کورنۍ او ټولنې د اصلاح واضحه او مختصره تګلاره مونږ ته را په ګوته شوه او د اصلاح لپاره دا هغه لار ده دکومې په ذريعه چې نبيr د جاهليت د زمانې له سخت زړو او بې لارې انسانانو څخه د بشريت خواخوږي او لارښونکي جوړ کړل، او د هدايت او اصلاح لپاره همدا نبوي نسخه د هر زمان او مکان لپاره تر ټولو غوره وسيله ده.

امام مالک رحمه الله فرمايي “د دې امت وروستى نسل به اصلاح نشي مګر په هغه څه چې د دې امت لومړى نسل پرې اصلاح شوى وو”

د دې امت د لومړي نسل تربيت او اصلاح د نبيr  سنتونو په اتباع سره شوې وه او د راتلونکي نسلونو لپاره هم د نبيr آخري وصيت هم دا دى: عرباضt فرمايي چې رسول اللهr يوه ورځ د سهار له لمانځه وروسته داسې وعظ وکړو چې له سترګو اوښکې تويې شوې او زړونه پرې ولړزيدل نو يو کس عرض وکړو چې اى د اللهY رسوله داسې ښکاري چې دا الوداعي (آخري) وعظ دى، نو مونږ ته  څه وصيت کوې؟ (رسولr) وفرمايل: “أُوصِيكُمْ بِتَقْوَى اللهِ، وَالسَّمْعِ وَالطَّاعَةِ، وَإِنْ كَانَ عَبْدًا حَبَشِيًّا، فَإِنَّهُ مَنْ يَعِشْ مِنْكُمْ بَعْدِي فَسَيَرَى اخْتِلاَفًا كَثِيرًا، فَعَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي وَسُنَّةِ الْخُلَفَاءِ الرَّاشِدِينَ الْمَهْدِيِّينَ، تَمَسَّكُوا بِهَا، وَعَضُّوا عَلَيْهَا بِالنَّوَاجِذِ، وَإِيَّاكُمْ وَمُحْدَثَاتِ الأُمُورِ، فَإِنَّ كُلَّ مُحْدَثَةٍ بِدْعَةٌ، وَكُلَّ بِدْعَةٍ ضَلاَلَةٌ.(مسند أحمد)

ژباړه: “زه تاسې ته له اللهY نه د ويريدو، او د (امير) د خبرې په اوريدو او اطاعت کولو وصيت کوم، اګر که حبشي هم وي، ځکه که ستاسې څخه څوک زما نه وروسته پاتې شول نو ډير اختلاف به وګوري، نو زما په سنتونو او د هدايت شووخلفاؤ راشدينو په سنتونو عمل وکړئ او پر هغې ټينګې منګولې ولګوئ، او (په دين کې له) نوو امورو پيدا کولونه ځان وژغورئ بې له شکه چې (په دين کې) هر نوپيدا امر بدعت دى او هر بدعت ګمراهي ده.”

ستاسې په لاس کې دا مختصره کتابچه “عَلَيْكُمْ بِسُنَّتِي” د همدې نبوي وصيت يوه مختصره مجموعه ده چې پدې موخه ترتيب شوې چې ددې په ذريعه مونږ د خپل ځان،کورنۍ او ټولنې اصلاح وکړو، په نوموړې کتابچه کې د نبيe د ورځني ژوند لوی او مهم حرکات او سکنات، افعال او اقوال را ټول کړاى شوي دي، د نبيe د ژوند ټول مبارک حرکات پدې وړه او مختصره کتابچه کې را ټولول نه ممکن دي او نه مطلوب، د پراخه مطالعې لپاره د د سيرت معتبرو کتابونو ته مراجعه وشي.

قدرمنو لوستونکو!

دې خبرې ته هم بايد متوجه وو چې اصلاح او تربيت محض د کتاب په لوستلو او مطالعه نه کيږي بلکه اصلاح او تربيت د مسلسل عمل نوم دى، دتربيت علماء فرمايي چې تربيت د انسان په حرکاتو او عاداتو کې په مسلسل ډول قدم په قدم  تغير راوستلو ته وايي، او دا کار په تش لوست نه ترسره کيږي بلکه د لوست نه وروسته تطبيق ته اړتيا لري، دا کتابچه پدې موخه وړه او مختصره ترتيب کړای شوې چې هرکس يې هر وخت په سفر او حضر کې له ځان سره وساتلى شي او د ضرورت په وخت کې ورته رجوع وکړي او خپل هر حرکت د خوږ نبيr په طريقه او اتباع برابر کړي، پدې توګه به إن شاءالله لږه موده وروسته د کتابچې ټول محتويات ورته حفظ او د ژوند عملي برخه وګرځي او د اللهY ولايت به پرې حاصل کړي او له هغو ټولو نعمتونو نه به بهره مند شي د کومو وعده چې اللهY له خپلو دوستانو او وليانو سره کړې.

نوموړې کتابچه که مور او پلار په خپل اولاد، د مکاتبو او مدارسو استاذان په خپلو شاګردانو او د مجاهدينو اميران يې په خپلو مجاهدينو توزيع کړي او پر هغوی يې د عملي کولو اهتمام وکړي، نو إن شاءالله ډير زر به د نبي کريمr د دې مبارکو سنتونو عملي نمونې او برکات په خپل چاپيريال کې عملا و ګوري.

کوشش شوى چې پدې کتابچه کې د سنتونو ترتيب له سهارنه تر بيګاه او له بيګاه نه ترسهاره د وخت په تسلسل سره ترتيب شي، خو د بعضو سنتونو او اذکارو په ورځني ژوند کې د بيا بيا تکرار له کبله هغې ته لومړى ځانګړي بابونه ترتيب کړاى شوي ترڅو رجوع ورته آسانه وي.

په پای کې د اللهY څخه غواړو چې دا مختصر عمل په خپل دربار کې قبول وګرځوي او د هغه قدرمنو مؤلفينو لپاره يې صدقه جاريه وګرځوي د چا له کتابونو څخه چې ددې کتابچې په جمع، ترتيب او ترجمه کې استفاده شوې او اللهY  دې يې د هغه چا لپاره هم صدقه جاريه و ګرځوي څوک چې ددې کتاب په ترتيب، خپرولو کې برخه اخلي. آمين يارب العالمين.

یادونه: پدې کتاب کې د احادیثو او فقهي مسایلو د توثیق لپاره د کتاب په نوم  ذکر کولو سره بسنه شوې او د کتاب ټوک (جزء) او پاڼه نه ده ذکر شوې ځکه چې هرکتاب مختلف چاپونه لري او دهر چاپ پاڼې له بل چاپ سره توپیر لري  مطلوبې حوالې ته د رسیدلو په خاطر د «مکتبة الشاملة» ته رجوع وشي.

اللهم صل وسلم على سيدنا وحبيبنا محمد وآله وصحبه أجمعين ومن تبعهم بإحسان إلى يوم الدين.

 

د ډاونلوډ لپاره له لاندي پیوندونو څخه استفاده وکړئ

موبايل ته کښته کول

 

 

زمونږ ټیلیګرام چینل فېسبوک ګروپ

 

قدرمنو لوستونکو ! په انساني ټولنه کې د فساد خپرولو او ترویج تر شا د انسان ازلي دښمنان نه ستړي کيدونکي کوششونه کوي، او دا دښمنان اللهY انسان ته ور په ګوته کړي، ترڅو چې انسان پرهغوی برلاسی ترلاسه نه کړي د اصلاح او تربيت هر کوشش ناکام دى، ځکه خو ویل کيږي چې د دښمن پيژندنه د برلاسي لومړى شرط دى. د انسان دښمنان په لاندې ډول دي: لومړى د انسان خپل نفس: اللهY فرمايي: ﴿إِنَّ ٱلنَّفۡسَ لَأَمَّارَةُۢ بِٱلسُّوٓءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّيٓۚ إِنَّ رَبِّي غَفُورٞ رَّحِيمٞ﴾ [يوسف : ٥٢] ژباړه: "بې له شکه نفس په بدۍ امر کونکى…

د کتني لپاره مطالب:

تبصره وکړه

x

Check Also

پنځوس حدیث شریفونه دوهم کاریال

پنځوس حدیث شریفونه دوهم کاریال د ورځنيو صحيحو حديثونو غورچاڼ په روانه ...