طهارت او اهميت يې نجاست، استنجاء او د نجاست ډولونه

0
57

تعريف: طهارت په لغت کې په ظاهري شکل نظافت او پاکی ته وايي او په معنوي شکل د ګناهونو څخه پاک والي ته وايي . په شريعت کې طهارت د حقيقي نا پاکی (نجاست او پليتی ) او حکمي ناپاکی ( بې اودسی او جنابت ) څخه پاک والي ته وايي

طهارت حقيقي څو قسمه دی لکه : د بدن ، جامې او ځای پاک والی له نجاست څخه .

طهارت حکمي دوه ډوله دی کبری (لوی ) چې غسل دی

صغری (کوچنی ) چې اودس کول دي .

پس طهارت عبارت دی د نجاست له پاکولو ، غسل ، اودس او تيمم څخه .

د طهارت اهميت :

طهارت که حقيقي وي يا حکمي په اسلامي شريعت کې زيات اهميت لري يو دا چې طهارت د لمانځه د صحت او قبوليت لپاره شرط دی او بل د طهارت د حاصلولو په وجه د امراضو او ناروغيو مخنيوی کيږي

الله سبحانه وتعالی پاک کوونکي خوښوي او فرمايي :إن الله يحب التوابين ويحب المتطهرين (البقرة:۲۲۲)

يعنې :يقيناً الله تعالی توبه کوونکي او پاک کوونکي خوښوي .

د طهارت د وجوب شرطونه :

۱- اسلام : په کافر باندې طهارت واجب نه دی .

۲- عقل : په ليوني باندې طهارت واجب نه دی .

۳- بلوغ : په نا بالغ باندې طهارت واجب نه دی .

۴- په حائضه او نفاسه ښځه باندې طهارت واجب نه دی .

۵- د خوب پر مهال طهارت واجب نه دی .

۶- د اوبو يا خاورې د نه موجوديت په صورت کې طهارت واجب نه دی .

۷- د طهارت کولو څخه د معذور کېدو په صورت کې طهارت واجب نه دی .

دا چې طهارت د ابو په وسيله حاصليږي نو بايد پاکي او نا پاکې اوبه وپيژنو.

پاکي په هغه اوبو حاصلیږي چې هم خپله پاکې وي او هم پاک کوونکي وي او د اوبو طبيعي حالت (بوی ، رنګ او خوند ) تغير شوی نه وي لکه : د باران اوبه ، د چنې اوبه ، د کوهي اوبه ، د ويالې او درياب اوبه

پاکې او ناپاکې اوبه په لاندې ډول دي.

الف : د اوبو سره د پاک شي کډيدل : که چيري د اوبو سره پاک څيز ګډ شي لکه خاوره ، د ونو پاڼې او نور د امام ابوحنيفه په نزد په دې شرط په هغه باندې طهارت کول جايز دي چې خوند يې تغير شوی نه وي او کډ شوی شی په اوبو باندې غالب نه وي .

ب : کومې اوبه يا پاک مايعات : چې د پاڼو ، ميوه جاتو او ګلانو څخه نښزېځل شوي وي اوبه پاکي دي ليکن اودس او غسل کول ورباندې جايز نه دي .

دوهم : مستعملې اوبه : هغه اوبه چې په هغه باندې اودس او غسل شوی وي پاکې دي ليکن اودس او غسل کول ورباندې جايز نه دي .

دريم قسم : نجسي اوبه : هغه اوبه دي چې په هغه کې نجاست لوېدلی وي د اوبو کوم يو صفت لکه : رنګ ، بوی او خوند تغير شوي وي داسي اوبه نه خپله پاکي دي او نه هم په هغه باندې طهارت کول جايز دي .

د پسخوردې حکم :

پسخورده هغه پاتې اوبه ته وايي چې د کوم لوښي او حوض څخه انسان او يا حيوان څښلي وي .

اول قسم پاک : په اتفاق د فقهاؤ د انسان ، واښه خوړونکو حيواناتو لکه : اوښ ، غوا ، پسه ، وزه او آس پسخورده پاکه ده په هغه باندې طهارت بغير له کراهته جايز دی .

دوهم قسم مکروه :د کومو اوبو څخه چې پشۍ ، بهر ګرځېدونکي چرګه او هغه پاک حيوانات (اوښ ، غوا ) چې په کوڅو کې ګرځي پاک او نا پاک شيان خوري په هغه باندې طهارت کول مکروه تنزهي دی .

دريم قسم مشکوکه : د خره او قچر پسخورده مشکوله ده .

څلورم قسم مرداره : د سپي ، خنزير ، او څېرونکو حيواناتو لکه : زمری ، پړانګ او لېوه پسخورده نجسه ده .

اوبه څه وخت نجسې ګرځي ؟

که چيري په کمو اوبو کې نجاست ولويږي مثلاً يو ډنډ يا حوض چې چې مساحت يې د لس پر لس څخه کم وي که څه هم ظاهراً پاک ښکاري دا اوبه نجسي دي مګر که حوض لس پر لس ګزه څخه زيات يا دومره لوی وي چې په يو سر کې يې څه ولوېږي بل سر يې حرکت نه کوي نو په دې کې که نجاست ولوېږي دا اوبه نه دي نجس خو که د اوبو اوصافو تغير نه وي کړی بيا پاکي دي.

که چيري په جاري اوبو کې نجاست ولوېږي څو پورې چې د اوبو اوصاف تغير نه وي کړی نه مردارېږي .

د کوهي اوبه کله مردارېږي او څنکه پاکيږي ؟

۱- کله چې په کوهي کې انسان يا هغه حيوانات چې غوښې يې خوړل کيږي ولويږي او په بدن يې څه نجاست نه وي او د کوهي څخه ژوندي وخيږي اوبه نه ورباندې مرداريږي .

۲- د خنځير په لوېدو سره همدارنګه د سپي په لاړو سره کوهي مردارېږي .

۳- کله چې په کوهي کې انسان ، سپی ، غوا او نور هغه حيواناتو چې د نوموړو سره په جسامت کې يو شان وي ولوېږي او مړه شي د کوهي اوبه نجسي ګرځي کوهي هغه وخت پاکيږي چې ټولي اوبه ورڅخه ويستل شي که چيري د کوهي خالي کول ممکن نه وي دوه سوه سلواغې اوبه به ځنې وباسي .

۴- کله چې په کوهي کې د متوسط جسامت حيوانات لکه : پشي ، چرګه ، کوتره او نور په څاه کې ولوېږي او مړه شي څلوېښت سلواغې واجب او پنځوس سلواغې مستحب دي. مګر که ياد شوي حيوانات په څاه کې ټوټې او وراسته شوي وي ټولې اوبه به باسي.

او که د ټولو اوبو ايستلو امکان نه وي دوه سوه سلواغې يا ډولچې اوبه به ځنې باسي .

۵- که چيري د کوچني جسامت حيوانات لکه : موږک ، مرغۍ او نور په څاه کې ولوېږي او مړه شي شل سلواغې اوبه ايستل واجب او دېرش سلواغي مستحب دي مګر که ياد شوي حيوانات په څاه کې ټوټې او وراسته شوي وي ټولې اوبه به باسي .

۶- په کوچني کوهي کې د غليظه نجاست په لوېدو سره د کوهي اوبه نجس ګرځي که څه هم يو څاڅکی وي لکه : وينه ، شراب ، مواد غايطه او ميتيازې .

۷- که په کوهي کې هغه حشرات چې وينه نلري لکه : مچ، مچۍ مړه شي اوبه نه نجسه کيږي همدارنګه که په اوبو کې بحري حيوانات لکه : ماهی او نور مړه شي اوبه نه ورباندې نجس کيږي .

۸- که په کوهي کې د اوښ لږ پچي يا د مرغۍ او کوتري ميتيازې ولويږي اوبه نه مرداروي .

د لمونځونو را ګرځول :

په اسلامې شريعت کې اوبه هغه وخت مرداري بلل کيږي چې کله په اوبو کې نجاست ولوېږي او خپل طبعي خاصيت له لاسه ورکړي يعنې رنګ ، خوند او بوی يا خوند او بوی يي بدل شي نو دغه اوبه ناپکي بلل کيږي عالمګيري او درالمختار ليکي :

و يتغير احد اوصافه من لون او طعم او ريح ينجس الکثير و اما القليل ينجس و ان لم يتغير ( درالمختار ج ۱ ص ۱۷ ، عالمګيري ج ۱ ص ۱۶) .

د کوهي د ناپکوالي معلومژدو څخه مخکې چې کومې اوبه ايستل شوي دي پاکې دي په هغه باندې اودس او لمونځ کول درست دی ، که چيري حيوان پړسژدلی او رژېدلی وي د دريو شپو او ورځو لمونځونه به راګرځوي .

که په څاه کې د کوم حيوان يا بل څه د لوېدلو اثار او نښانې نه وي مګر اوبه مرداري شي، بوی يا خوند يي تغير شي  نو همغه وخت مرداري بلل کيږي ( کله چې سړی پوه شي چې دا اوبه مردارې دي ) د پخوا وخت اودس ،غسل ، لمونځ را ګرځيدلو ته ضرورت نشته .

و وجود حيوان ميت فيها ينجسها من يوم و ليلة الخ ( مراقي الفلاح ) قيد بالحيوان لان غيره من النجاسات لا يتاتي التفصيل ( ای التفصيل من الفسخ و عدمه ) … بل ينجسها من وقت الوجدان فقط ( حاشيه طحطاوي ص ۲۳ ) .

و يحکم نجاستها مغلظة من وقت الوقوع ان يعلم فلا يلزمهم شی ءً قبله (درالمختار ج ۱ ص ۲۰۳،۲۰۲ ) .

مګر که موږک او پشی لوېدلې وي مړه شوي وي ټوټې او وراسته شوی نه وي د يوې شپې او ورځې لمونځونه به راګرځوي او کومې جامې چې په هغه اوبو مينځل شوی وي هغه به له سره ووينځي .

د څاه (کوهي) د اوبو خالي کول په عصري سيستم

یو انچ يا 2.5 سانتي قطر پايپ، واترپمپ په هغه صورت کې چې بريښنا کمزورې وي او د اوبو سرعت کم وي په يوه ساعت کې تقريباً 1400 ليټره اوبه پورته کولای شي چې احتياطاً 1000 ليټره يا یو مترمکعب په نظر کې نيسو .

نجاست او د هغه ډولونه

نجاست د طهارت يا پاکی ضد دی .

نجاست عموماً په دوه ډوله دی : حقيقي (نجاست ) حکمي (بې اودسي او جنابت).

حقيقي نجاست په دوه ډوله دی : نجاست غليظه او نجاست خفيفه :

نجاست غليظه : د انسان بولی او د ټولو حيواناتو غټه مرداري ، د انسان او حيوان بهيدونکې وينه ،شراب د چرګانو او هيليو مرداري ، مني ، مذي او ودي، د سپي لاړې او نور غليظه نجاست دی .

د حلالو حيواناتو بولي او د حرامو مرغانو مرداري خفيفه نجاست دی

د غليظه او خفيفه نجاست حکم :

که غليظه نجاست د لمونځ کونکي په بدن او جامه د يو درهم په اندازه يا تر هغه لږ وي لمونځ د تحريمي کراهت سره سره رواه دی ، که تر درهم زيات وي لمونځ نه صحیح کيږي .

که خفيفه نجاست د جامې د څلورمي حصې څخه زيات شي لمونځ نه صحيح کيږي .

(فقه الاسلامي وادله ، الفتاوی ابوالمختار – التسهيل الضروری ج ۱ ص ۳۸ ) .

د درهم اندازه :

غليظه نجاست هم پر دوه ډوله دی

يو هغه دی چې نرم وي لکه متيازې ، شراب او وينه

بل هغه دی چې سخت وي لکه د انسان او حيوان بولی .

هغه نجاست غليظه چې سخت وي وزن يې د يو درهم سره برابر دی

د نرم نجاست اندازه د ژوروالی د ورغوي ده .

يعنی چې د لاس په موټی کې اوبه واچول شي څومره چې په ورغوي کې پاتي شي چې تقريباً يوه روپۍ قدرې کيږي (ردالمختار ج۱ ص ۲۹۳) .

د نجاست د پاکولو طريقه :

اول ،د اوبو په وسيله :

په اصل کې نجاست په اوبو سره پاکيږي .

د هغه نجاست چې ژر اثر ځي يو ځل او د هغه نجاست چې اثر يې نه ځي دری ځله مينځل يې واجب دي .

دوهم د پاکو مايعاتو په وسيله :

هغه مايعات چې د پاکو شيانو لکه ميوه جاتو ، پاڼو او نورو څخه توليد شوي وي په هغه باندې نجاست لرې کول جايز دي .

دريم ، په خاوره او ځمکه د نجاست لرې کول :

په خاورو او ځمکه د موښلو په وسيله ، لکه د بوټو موښل په ځمکه باندې .همدارنګه سقيل او هوار شيان په موښلو پاکيږي لکه : توره ، آينه ، شيشه او نور .

څلورم ، د لمر او باد په وسيله

ځمکه د لمر او باد په وسيله په وچېدو سره پاکيږي .

پنځم ،هغه اوږدې جامې چې په ځمکه پورې ځړيږي د ځمکې په ځړېدو او هغه سره د تګ کولو سره پاکيږي .

اووم ، په موښلو سره

هغه مني چې په جامه باندې وچ شوي وي په موښلو سره پاکيږي خو نن سبا د یادې د رقت له امله یې مینځل ضروري دي.

اتم ،د ککړې حصې لرې کول

که جامد شی څه ککړ شوي وي مثلاً غوړي نو د ککړ شوي برخې په لرې کولو سره پاکيږي .

نهم ، د اور او ګرمولو په وسيله

ځنې شيان د اور او ګرمولو په وسيله پاکيږي لکه نوي ديګ د اور د ګرمولو په وسيله پاکيږي .

(فقه الاسلامي وادله ، البدائع: ۸۳-۸۷/۱، فتح القدير: ۱۳۳-۱۳۸/۱، الدر المختار: ۲۸۴/۱ ).

الاستِنْجَاء (استنجاء )

تعريف :

استنجاء په لغت کې د غائطه موادو څخه پاکولو ته وايي او په اصطلاح کې د لويو او وړو ميتيازو نه وروسته د اوبو په وسيله د بدن پاکولو ته استنجاء وايي .

استجمار : استجمار د جمرات د کلمې نه اخيستل شوی دی چې کاڼې او لوټو ته وايي ، د لويو او وړو ميتيازو پاکول د لوټو ، کاڼو او کاغذ تشناب په وسيله استجمار بلل کيږي.

استبراء : د وړو ميتيازو د څاڅکو وچولو ته وايي ترڅو پوره يقين حاصل شي چې نور به د نارينه له شرمګا څخه ميتيازې نه ځي.

داسې چې په چپ لاس سره د شرمګا لاندې رګونه او خپله شرمګاه فشار ور وړي تر څو ميتيازې پوره ووځې او څه پاتې نشي يا په تللو سره عادت وي په تګ سره دې استبراء حاصله کړي .

په اسلامي شريعت کې په استنجاء کولو ډير زيات تنګار شوی دی ځکه چې د استنجاء په بې پرواهي کې سخته ګناه ده او رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه د قبر د عذاب سبب بللې ده.

له قضاءِ حاجت وروسته لومړی بايد د ضرورت په اندازه په تاق شمير لوټو يا کاغذ تشناب په ګين لاس خپل ځان ښه پاکول او بيا په اوبو باندې پاکي حاصلول سنت دي .

يوازې په لوټو او کاغذ تشناب د نجاست پاکول هم روا دي چې هغه ته استجمار وايي مګر د لوټو يا کاغذ تشناب او اوبو جمع کول غوره او افضل دي .

د خالي متيازو نه وروسته ترهغې په لوټو باندی استنجاء کول په کار دي چې د لندوالي شبهه پاتې نشي او د وچوالي پوره اطمينان حاصل شي .

د استنجاء حکم :

استنجاء په عادي حالت کې چې نجاست له مخرج څخه نه وي زيات شوی د نارينه او ښځينه لپاره سنت ده ، مګر که د مخرج څخه تجاوز وکړي د درهم (روپۍ)قدرې وي واجب او که نجاست له درهم څخه زيات وي استنجاء کول فرض دي ځکه غليظه نجاست چې د درهم څخه زيات شي د هغه سره لمونځ نه صحيح کيږي .

د باد په وتلو استجاء ته ضرورت نشته.

د خوب څخه د پاڅېدو پر مهال او همدارنګه د باد په وتلو استنجاء کول جايز نه دي د احنافو په نزد دا عمل بدعت دی په دليل د دغه حديث شريف : «من استنجى من ريح فليس منا» (رواه الطبراني).

مګر د قليوبی شافعي په نزد حرام دی او په دې عمل سره عبادت فاسد ګرځي .

يعنې : چا چې د باد په وتلو سره استنجاء وکړه هغه له مونږ څخه نه دی .

جاء في الموسوعة الفقهية :

لا استنجاء من الرّيح‏.‏ صرّح بذلك فقهاء المذاهب الأربعة‏.‏ فقال الحنفيّة‏:‏ هو بدعةٌ، وهذا يقتضي أنّه عندهم محرّمٌ، ومثله ما قاله القليوبيّ من الشّافعيّة، بل يحرم، لأنّه عبادةٌ فاسدةٌ‏.‏ ويكره عند المالكيّة والشّافعيّة‏.‏ قال الدّسوقيّ‏:‏ لقول النّبيّ صلى الله عليه وسلم‏:‏ «ليس منّا من استنجى من ريحٍ» والنّهي للكراهة

د استنجاء يا قضای حاجت آداب :

۱- کله چې سړی د قضای حاجب لپاره ځي د قرآنکريم مصحف ، او يا داسې شئ چې په هغه باندې د الله جلّ جلاله نوم وي هغه به له ځانه سره نه وړي مګر که ضرورت وي او يا چې د هغه شي د ضايع کېدو وېره وي بيا پروا نه لري .

حضرت انس رضی الله عنه وايي : د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ګوته باندې ګوتمه وه چې په هغه باندې محمد رسول الله ليکل شوي ؤ کله به چې قضای حاجت ته تللو هغه به يې لرې کول. (أخرجه الترمذي والنسائي وابن ماجه).

۲- که تشناب نه وي نو د خلګو د ليدلو څخه به ځان پټوي او لرې به ځي چې څوک يې ونه ويني .

جابر رضی الله عنه وايي :په سفر کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره بهر لاړم هغه به چې قضای حاجت ته تلو نو د خلکو د ديد څخه به پټ ؤ ( دومره لرې به تللو چې د خلکو د ليدلو څخه به پنا کېدو) (رواه ابن ماجه و ابی داود) .

۳- د بيت الخلاء يا تشناب ته د داخلېدو او خارجېدو پر مهال به مسنونه دعاګانې وايي :

بیت الخلاء ته د ننوتلو دعا :

د چپې پښې مخکژ کول او دا دعا ويل :

«بِسْمِ اللهِ، اللهُمَّ إِنّي أعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ والخبائِثِ» (صحيح بخاري او صحيح مسلم)

د الله جل جلاله  په نوم ، ای پروردګاره ! زه پر تا پنا وړم له (شره ) د (شيطان ) نارينه او ښځينه .

د بیت الخلاء نه د وتلو دعا :

د ښی پښې مخکې کول او دا دعا ويل :

[غُفْرانَكَ] «الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِى أَذْهَبَ عَنِّى الأَذَى وَعَافَانِى» (سنن ترمذي او ابو داود)

ستا څخه بخښنه غواړم ، ټولې ستاينې هغه الله جلّ جلاله  لره دي چې زما څخه يې مضر شيان لري کړل او ما ته يې روغتيا او نجات راکړ.

۴- د قضای حاجت په وخت کې به هيڅ خبري نه کوي که څه هم ذکر وي او نه به د آذان او سلام جواب ورکوي مګر د ضرورت خبره لکه يوه ړانده کس ته رهنمايي کول او داسې نور ، که چا ته پرنجی ورشي په زړه کې به الحمدلله وايي .

ځکه چې دغه لارښوونې ټولې په احاديثو کې راغلي دي .

۵- قبلې ته به مخامخ نه کښېني او همدارنګه د قبلې طرف ته به شاه نه کوي .

ابوهريرة رضی الله عنه وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : کله چې ستاسو څخه څوک قضای حاجت ته کښېني مخامخ قبلې ته او شا په قبله مه کښېنئ (احمد  و  مسلم ) .

۶- د قضای حاجت په وخت کې به خپلې جامې ټولوي او په نرم ځای کې به ميتيازې کوي تر څو بدن او جامه يې په نجاست باندې ککړه نه شي .

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : إذا بال أحدكم فليرتد لبوله (کله چې ستاسو څخه څوک ميتيازي کوي نو مناسب ځای انتخاب کړئ ) (احمد  و  ابوداود)  .

۷- په غار(سوروي) ځای کې د قضای حاجت څخه پرهيز کول ځکه کېدای شي هغه د حشراتو کور وي او هغوي ته آزار ورسيږي ځکه چې په حديث شريف کې له دې کار څخه منع راغلی ده .

۸- په سیوري کې چې خلک هلته را ټوليږي او لاره کې قضای حاجت څخه پرهيز کول .

ابی هریرة رضی الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د دوو شيانو څخه چې تاسې ته د بد ويلو او لعنت سبب کيږي پرهيز وکړئ ، چا وويل يا رسول الله هغه دوه څيزونه چې د نفرت او لعنت سبب کيږي څه دي ؟ وې فرمايل : څوک چې د خلګو په سيوري او لاره کې قضای حاجت کوي (احمد  و  ابوداود  و  مسلم ) .

۹- بايد په حمام (چيرې چې اودس کيږي ) ، ولاړو اوبو او همدارنګه جاري اوبو کې د قضای حاجت څخه ډډه وشي ځکه په احاديثو کې له دې کار څخه منع شوې ده .

۱۰- استنجاء په چپ لاس کول په کار دي همدارنګه نارينه به خپله شرمګا په چپ لاس نيسي او د ادرارو څاڅکې به وچوي.

ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د ميتيازو کولو په وخت په ښي لاس باندې د ذکر (د نر شرمګاه ) نيولو څخه منع فرمايلې ده.

لحديث أبي قتادة رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (إِذَا شَرِبَ أَحَدُكُمْ فَلَا يَتَنَفَّسْ فِي الْإِنَاءِ وَإِذَا أَتَى الْخَلَاءَ فَلَا يَمَسَّ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَلَا يَتَمَسَّحْ بِيَمِينِه) رواه البخاري (۱۹۴) ومسلم (۳۹۳) وفي رواية لمسلم أيضاً (۳۹۲) : (لَا يُمْسِكَنَّ أَحَدُكُمْ ذَكَرَهُ بِيَمِينِهِ وَهُوَ يَبُولُ) .

يعنې : کله چې ستاسو څخه څوک اوبه څښي په اوبو کې دې تنفس نه کوي ، او کله چې تشناب ته د قضای حاجت لپاره لاړ شي په ښي لاس به شرمګاه نه نيسي .

۱۱- په استجناء کې به د پاکو لوټو او يا کاغذ تشاب څخه استفاده کوي په ناپاک او يا واجب احترام شي به استنجاء نه کوي لکه : د څارويو وچ بولی ، مالګه ، ډوډۍ ، کاغذ او نور ، په لوټو کې تاق شمير په نظر کې نيول چې په درې لوټو پاکول کافې دي که پاکې حاصله نشي د نورو تاق شمير لوټو کارول جايز دي .

۱۲- د استنجاء څخه وروسته لاسونه په اوبو او صابون مينځل که اوبه نه وي خپل لاسونه به په خاورو سره وموښي .

ابو هريرة رضی الله عنه وايي : كان النبي صلى الله عليه وسلم إذا أتى الخلاء أتيته بماء في تور أو ركوة فاستنجى ثم مسح يده على الارض (ابوداود  و  نسائی  و  بیهقی  و  ابن ماجه )

يعنې : کله به چې رسول الله صلی الله عليه وسلم قضای حاجت ته تللو په مسي يا چرمي لوښي کې به مې هغه ته اوبه وړلې ، استنجاء به يې کوله او وروسته به يې خپل لاسونه په خاورو موښل ( تر څو د لاسونو جراثم او ميکروبونه ختم شي ) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here