کور پاڼه / اسلام / د موسيقي په روا کوونکې رد

د موسيقي په روا کوونکې رد

د موسيقي په روا کوونکې رد

مفتي محمد شفيع رحمة الله عليه ليکي :

دايوڅرګند حقيقت دي  چې دبشريت موخه دبندګۍ اولمانځني لپاره ګرځول سوي ده ځکه څښتن تعالي ج)  فرمايي :

وما خلقت الجن والانس الاليعبدون .

ژباړه : ما ندي پيداکړي پيريانان اوانسانان مګرددې لپاره چې عبادت وکړي .

کله چې دانسانانو پيدايښت دعبادت لپاره سو نوهرشي چې دعبادت مخه نيسي اودخپل ريښتيني څښتن تعالي ج)  څخه يې ليري کوي ښکاره خبره ده چې هغه شي حرام دي .

روح المعاني ، جلد ( ۲۱)  صفحه ( ۲۷) الکشاف ، جلد دوهم صفحه ( ۴۹)موسيقي هغه شي ده چې انسان په لنډمهالي اومجازي خوندونو بوخت ساتي اودعبادت څخه يې غافله ساتي ځکه طبعي خبره ده چې انساني ټولي کړني انساني فکر اداره کوي اوفکر يوداسي شي دي چې کله په يوشي بوخت سي نو ددويم شي داداره کولو جوګه ندي ځکه دپيژندني محقيقينو ( څيړونکو ) ويلي دي : ذهن يوبسيط ( مفرد ) شي دي امتياز ( توپير ) ددووشيانوپه يوه ان کې نسي کولاي نوکله چې فکر په مجازي لذت(  خوند ) اخته سي کله به بيا دالله (( ج)   اودهغه ددين مينه ورسره پاته سي دپورتني خبري ښه ثبوت درسول الله ( ص ) په زمانه کې دشتمن مشرک ( نضربن حارث )کړني دي چې نوموړي دهغه کسانو لپاره څو سندري ويونکي وينځياني رانيولي وي هغوته به چې رسول الله ( ص ) دعوت ورکړي وو اوداسلام سره به يې مينه پيداسوي وه نضربن حارث داسي کسان بيول ميلمستيا به يې ورکول وروسته به يې په دغووينځيانو باندي سندري اوموسيقي ورته اورول ترڅودوي ددين څخه غافله کړي اوددې ناوړي لارې سره يې مينه زياته سي بيابه يې ورته وويل : دمحمد( ص )  دعوت اودين لذت (خوند) لري اوکه داموسيقي اوسندري ؟ ، وروسته الله (( ج)   داايات نازل کړي: ومن الناس من يشتري لهوالحديث ، الاية .

نومعلومه سوه چې دډيرپخوا څخه لامعلومه وه  چې دموسيقي انسان ددين څخه غافل ګرځوي نو له همدي امله دموسيقي الاتو ته په عربي ژبه کې ( ملاهي ) يعني غلونکي اوغافل کونکي وايې يا په بل عبارت په عربي ژبه کې نغمي ( موسيقي ) ته لحن وايې لحن معني غلطي چې څوک ديوه حالت څخه بل حالت ته غلطوي. حاصل داچې دموسيقي يوه ناوړه پايله  داده چې څوک موسيقي اوري ددين څخه به غافله وي .

دوهم داچې موسيقي اوريدل دنفاق اورشيندي ددې خبري دسپيناوي په موخه رسول الله ( ص ) فرمايې : الغناء ينبت النفاق في القلب کما ينبت الماء البقل .

بهيقي جلد لسم صفحه ( ۲۲۳ )

ژباړه : سندري په زړه کې داسي نفاق شين کوي لکه اوبه چې واښه شنه کوي .

دموسيقي په اوريدلوكى دغفلت اونفاق ترڅنګ نوربد اثرات هم نغښتي دي لکه اقتصادي ضعف ، قحطي اوداسي نور داچې ولي اوڅنګه ….

 

ډآون لوډ

موبايل ته کښته کول زمونږ ټیلیګرام چینل

فېسبوک ګروپ

نوټ : له فېسبوک ګروپ څخه تنها د فېسبوک په انټرنيټ هم داونلوډ کولاي شئ

او همدا شان دغه اپليکېشن هره برخه جدا، جدا کاپي او په ټولنيزو شبکو نشرولاي شئ

په خورا درنښت

الهداية خپرندويه اداره

د موسيقي په روا کوونکې رد مفتي محمد شفيع رحمة الله عليه ليکي : دايوڅرګند حقيقت دي  چې دبشريت موخه دبندګۍ اولمانځني لپاره ګرځول سوي ده ځکه څښتن تعالي ج)  فرمايي : وما خلقت الجن والانس الاليعبدون . ژباړه : ما ندي پيداکړي پيريانان اوانسانان مګرددې لپاره چې عبادت وکړي . کله چې دانسانانو پيدايښت دعبادت لپاره سو نوهرشي چې دعبادت مخه نيسي اودخپل ريښتيني څښتن تعالي ج)  څخه يې ليري کوي ښکاره خبره ده چې هغه شي حرام دي . روح المعاني ، جلد ( ۲۱)  صفحه ( ۲۷) الکشاف ، جلد دوهم صفحه ( ۴۹)موسيقي هغه شي ده…

د کتني لپاره مطالب:

په اړه هدایت الله هدایت

تبصره وکړه

x

Check Also

پنځوس حدیث شریفونه دوهم کاریال

پنځوس حدیث شریفونه دوهم کاریال د ورځنيو صحيحو حديثونو غورچاڼ په روانه ...