کور پاڼه / انډرویډ / د ماشومانو لارښود

د ماشومانو لارښود

د ګران ورور  عبدالرحيم راشد دغه وړوکی کتاب مي تر پايه وکوت. د سوال او ځواب په بڼه يې په لنډو ټکو کي ډېر څه ځای کړي دي. په لومړنيو اسلامي مسايلو او موضوعاتو باندي د کوچنيانو او تنکيو ځوانانو د پوهولو لپاره دغسي طريقه ډېره غوره ده، ځکه  په دغه توګه ډېر څه په ډېره آساني سره د کوچنيانو حافظې ته سپارل کيږي او په ذهن کي يې کښېني. په دغسي طريقه بايد ډېر څه د کوچنيانو لپاره د مخه ليکل سوي وای او يا بايد وليکل سي. خو له بده مرغه زموږ پوهانو دې چاري ته ډېر لږ پام اړولی او په دې اورشو کي يې ډېر لږ څه ليکلي دي.

په پښتو ژبه کي د کوچنيانو د تعليمي ادبياتو په برخه کي هم ډېر لږ کار سوی دی. زموږ ګلاليو کوچنيانو ته د دوی په ژبه او د دوی د سويې سره سم د هغو د پند او عبرت  لپاره او د هغو د ذهنونو د تنوير او شخصيتونو د رغوني په موخه زموږ د بډای هڅوب (فرهنګ) له فولکلوريکو کيسو او د لوی څښتن د پيغمبرانو علیهم السلام  له کيسو او ډېرو نورو خوندورو او عبرتناکو اسلامي کيسو څخه ډېري لږي په کتابي بڼه  وړاندي سوي دي.

 

د ښاغلي راشد صاحب دغه  اثر چي زموږ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم، د هغه د سپېڅلو بيبيانو، صحابه وو، راشده خليفه ګانو او څلورو امامانو د ژوند پر ځينو اړخونو د کوچنيانو په ژبه او په لنډو ټکو کي رڼا اچوي غنيمت دی.

په دې هیله چي ګران راشد صاحب په همدغه طريقه د کوچنيانو لپاره د اوداسه، لمانځه، نورو اړتيا وړ لومړنیو فقهي مسايلو او احکامو، لومړنيو اړتياوړ عقيدوي مسايلو، اسلامي تاريخ او د مسلمانانو د اوسنيو احوالو او مسايلو او داسي ډېرو نورو په اړه  همدغسي نور آثار هم وليکي ډېر به ښه او ګټور وي.

الله عزوجل دي راشد صاحب ته د دې  اثر د ليکلو ډېر ښه اجر ورکړي او له ګرانو کوچنيانو څخه مي هم هيله ده، چي دا کتاب ښه ولولي او ځانونه ښه په پوه کړي او بيا کتاب نورو کوچنيانو ته هم  د ويلو لپاره ورکړي.

والسلام

عبدالمالک همت

د کتاب د کښته کولو لپاره د لاندي پیوندونو څخه استفاده وکړئ!

اول : موبایل ته له دغه ځایه کښته کول

دوهم : له ټلګرام چینل څخه

دریم : له فېسبوګ ګروب څخه

څلورم : له واټس اپ ګروپونو څخه

نوټ : له فېسبوک ګروپ څخه يي د فېسبوک په اخستل شوي اڼټرنیټي پیکج هم ډاونلوډ کولای شئ

په موبایل کي د کاریال د انسټالېشن لپاره له همدغې ویډيو څخه استفاده وکړئ

 

د ګران ورور  عبدالرحيم راشد دغه وړوکی کتاب مي تر پايه وکوت. د سوال او ځواب په بڼه يې په لنډو ټکو کي ډېر څه ځای کړي دي. په لومړنيو اسلامي مسايلو او موضوعاتو باندي د کوچنيانو او تنکيو ځوانانو د پوهولو لپاره دغسي طريقه ډېره غوره ده، ځکه  په دغه توګه ډېر څه په ډېره آساني سره د کوچنيانو حافظې ته سپارل کيږي او په ذهن کي يې کښېني. په دغسي طريقه بايد ډېر څه د کوچنيانو لپاره د مخه ليکل سوي وای او يا بايد وليکل سي. خو له بده مرغه زموږ پوهانو دې چاري ته ډېر لږ…

د کتني لپاره مطالب:

تبصره وکړه

x

Check Also

چټک حج او عمره

چټک حج او عمره حج د الله پر مسلمانانو فرض کړل سوی ...