کور پاڼه / د کمپیوټر اړوند / د لسو په زړه پورو سافټویرونو پېژندنه

د لسو په زړه پورو سافټویرونو پېژندنه

ژباړه: الهدایه خپروندویه اداره

که مو په کمپیوټر کې وینډوز ۱۰ نصب کړی وي، بهتره ده ځیني فرعي پروګرامونه ورته نصب کړئ. دلته کوښښ کوو ځیني هغه کاریالونه درته معرفي کړو چې ستاسي د عامل سیستم د لا بهتره کولو لپاره درسره مرسته کوي:

۱-وانډرلیسټ (WUNDERLIST)

که  استراحت هم کوئ، کولای شئ  خپل کارونه منظم کړئ. که چیري له واڼرلیسټ پروګرام څخه استفاده وکړئ، کولای شئ په اسانۍ سره خپل کارونه پلان او ترتیب کړئ. دا کاریال ددې قابلیت لري چې تاسو ته ستاسو د کارونو تاریخ او د هغوی عملي کول در په زړه کړي، دا سهولت ستاسو د ورځني کارونو په تنظیم کې رغنده رول لوبولای شي. دا کاریال په انډرایډ، مک، iOS   او حتی د ضرورت په وخت کې په ویب سایټونو کې هم د کارولو وړ دی.

۲-لایټ شاټ (LIGHTSHOT)

 

وینډوز ۱۰ د تصویر د ثبتولو لپاره په ځان کې بهترین سافټویر لري، خو لایټ شاټ تر هغه هم بهتره سافټویر دی. د لایټ شاټ په وسیله کولای شئ سکرین شاټونه واخلئ او بیا په ډیره اسانۍ سره له هغه استفاده وکوئ. د PrtSc له تڼۍ څخه کولای شئ ددې سافټویر لپاره په اتومات ډول استفاده وکړئ، په تیزۍ سره عکس اپلوډ کړئ، او بیا له هغه په ایمیل، ټولنیزو رسنیو او نورو پیغام رسونکو پروګرامونو کې استفاده وکړئ. تر ټولو مهمه دا چې نوموړی پروګرام په انټرنیټ کې وړیا پيدا کیږي.

۳- ون ڼوټ(ONENOTE)



د Evernote پروګرام په څیر، ون نوټ ستاسو د یاداښت خوندي کولو ټولې غوښتني رفع کولای شي. تاسي په اسانۍ سره کولای شئ متونه، عکسونه او لینکونه ددې پروګرام په کتابتون کې ذخیره کړئ او د ضرورت په وخت کې هغه وپلټۍ او راپيدا یې کړئ. ددې پروګرام مک، انډرویډ او iOS   ډولونه هم موجود دي او کولای شئ په مختلفو وسایلو کې د یاداښت خوندي کولو لپاره له دې پروګرامه استفاده وکړئ.

۴-کروم(CHROME)

د ډیرو اکسټنشونو په لرلو سره ګوګل کروم تر ټولو ښه انټرنیټي براوزر نومول شوی دی. دا پروګرام ستاسو سره د انټرنیټ په نړۍ کې تر بل هر براوزر ډیره مرسته کولای شي او ددې براوزر له اکسټنشونو څخه په استفادې کولای شئ اوږده کارونه په ډیر لنډ وخت ترسره کړئ.

۵-فرانز (FRANZ)

نن د پیغام لیږلو ډیر پروګرامونه موجود دي او تاسي شاید د خپلو کورنیو او دوستانو سره د رابطې نیولو لپاره له هغوی استفاده کوئ. فرانز په دې برخه کې ټول مشهور پروګرامونه په یوه پروګرام کې یو ځای کړي دي، نوره اړتیا نه لرئ چې مختلف پروګرامونه پر خپل عامل سیستم نصب کړئ، بلکې له فرانز په استفادې له هغو ټولو پروګرامو څخه ګټه اخیستلای شئ چې تاسو به د پیغام په لیږلو کې ترې استفاده کول. دا پروګرام ټلګرام، سکایپ، واټس اپ او مسنجر په څیر مهم پروګرامونه په ځان کې لري.

۶-ټوییټین(TWEETEN)

د ټویټر لپاره د وینډوز ۱۰ وړاندي کړی پروګرام هیڅ مشکل نه لري خو هغه تر ډیره حده ساده او ابتدايي دی. که چیري د ټویټر لپاره د یوه حرفوي پروګرام په لټه کې یاست (TWEETEN) تر ټولو ښه انتخاب دی. د وینډوز ۱۰ سره د اتصال او هماهنګې او د ځینو اظافه اپشنونو د لرلو له امله دا پروګرام تر خپلو نورو رقیبانو بهتره ګڼل شوی دی.

۷-سکچیبل(Sketchable)

که چیري له Surface پروګرامه استفاده کول غواړئ، تر هغه بهتره پروکرام (سکیچیبل) نصب کړئ، ځکه یو له هغو بهترینو پروګرامونو څخه دی چې په Surface قلمونو کار کوي. ددې پروګرام په وسیله کولای شئ خپل سخته وختونه ډک کړئ او که غواړئ د طراحۍ مهارتونه مو زیات کړئ، دا پروګرام مو ښه مرستندوی کیدلای شي.

۸-نوټ پېډ ++ (Notepad++)

که لا هم د وینډوز له نوټ پېډ څخه استفاده کوئ، خبر اوسئ چې ددې پروګرام تر ټولو ښه بدل موجود دی. نوټ پېد ++ پروګرام ډیري اسانتیاوي لري او ګټه اخیستنه یې هم اسانه ده. په مختلفو رنګونو باندي د کوډونو لیکل خصوصا د هغو کسانو لپاره چې کوډ لیکوونکي دي او یا له ویب سایټونو سره مرسته کوي، هغه ځانګړني دي چې دا پروګرام یې په ځان کې لري. ددې پروګرام په وسیله کولای شئ دوه سندونه په حرفوي ډول سره پرتله کړئ.

۹-ووکس (Wox)

دا پروګرام یو له هغو قوي لانچرانو څخه دی چې په ډیر لوړ سرعت ستاسو سره ستاسو د فایلونو او پروګرامو په پلټنه کې مرسته کوي. که چیري د Alfred  ته ورته پروګرام په لټه کې یاست او یا غواړئ په تیزۍ او هدفمندۍ سره په وینډوز کې پلټنه وکړئ، ددې کار لپاره ووکس تر ټولو ښه انتخاب دی. ووکس وړیا پروګرام دی او د پلاګینونو په ور نصبولو سره کولای شئ ددې پروګرام وړتیاوي زیاتي کړئ.

۱۰-نیکسټجین ریډر(Nextgen Reader)

که چیري هره ورځ زیات خبرونه لولئ، د RSS Reader د یوه پروګرام لرل درته لازمي دي. Nextgen Reader یو له هغو ښو پروګرامونو څخه دی چې ددې کار لپاره ترې استفاده کولای شئ. دا پروګرام د یوازي شاوخوا دوه ډالرو په قیمت، د چټ سکرین او یا کیبورډ او ماوس سره ښه کار کولای شي. تاسو کولای شئ ددې پروګرام څخه د Sync استفاده وکړئ، یا نوي خبرونه په سټارټ مینو کې ښکاره کړئ او یا ددې پروګرام په نصبونو له ډیرو نورو وړتیاوو څخه استفاده وکړئ.

 

ژباړه: الهدایه خپروندویه اداره که مو په کمپیوټر کې وینډوز ۱۰ نصب کړی وي، بهتره ده ځیني فرعي پروګرامونه ورته نصب کړئ. دلته کوښښ کوو ځیني هغه کاریالونه درته معرفي کړو چې ستاسي د عامل سیستم د لا بهتره کولو لپاره درسره مرسته کوي: ۱-وانډرلیسټ (WUNDERLIST) که  استراحت هم کوئ، کولای شئ  خپل کارونه منظم کړئ. که چیري له واڼرلیسټ پروګرام څخه استفاده وکړئ، کولای شئ په اسانۍ سره خپل کارونه پلان او ترتیب کړئ. دا کاریال ددې قابلیت لري چې تاسو ته ستاسو د کارونو تاریخ او د هغوی عملي کول در په زړه کړي، دا سهولت ستاسو د…

د کتني لپاره مطالب:

په اړه احمد ارشاد سعید

تبصره وکړه

x

Check Also

دموادو (ډیټا) امنیت (سیکیوریټی) څه شی ده؟

سیدحسین الله سادات نن ورځ تقريبا هر څه په انترنيت پوري تړلي ...