د غلامۍ، پرمختګ او په فکر معیوب نسل

0
56

د غلامۍ، پرمختګ او په فکر معیوب نسل

امرالله عمران
کله چې زموږ هیواد په اسلام اباد وو هلته موږ تر ټولو اسوده او پور امنه ژوند لاره، زموږ د هيواد د شاته پاتې والي علت اسلام او مسلماني نده، تاسئ که د افغانستان تاريخ وګورئ، زموږ د شاته پاتې والي علتونه د انګريزانو، روسانو او امريکايانو استعماري سياستونه او د دوی د افغاني دوستانو او معتقدينو ظالمانه چارې دي.
ولې يو ملت ته چې تقريباً سل فيصده خلک يې مسلمانان دي د اسلامي نظام تر سيوري لاندې د ژوند حق نه ورکول کېږي ؟ ولې يې د دين او عقيدې د تغير کوشش کېده؟ موږ نه په انګريزانو پسې لندن ته ورغلي وو، نه په روسانو پسې مسکو ته او نه په امريکايانو پسې واشنګټن ته، دوي هر ځل راغلي او زموږ هيواد يې له خاورو سره برابر کړی . که زموږ هيواد دوي په آرام پريښی واې اوس به مو په ډیرو برخو کې پرمختګ او ترقي کړې واې، موږ خو يوازې له خپل ځان څخه دفاع کړې، او دا دفاع د هر انسان مسلم حق دی، چې د تجاوز په مقابل کې یې وکړي، افغانانو هم هر ځل دا کار کړی چې د هر استعمار په وتلو سره زموږ هیواد ویجاړ او کنډواله شوی، په میلونونو افغانان وژل شوي، او استعمار ناکام او شرمیدلی زموږ له هیواده وتلو ته اړ شوی.
چې هر ځل استعمار په افغانستان حمله کړي، هغوي له ځان سره د ابادۍ، ترقۍ، او پرختګ پیغام له ځان سره راوړی، خو په عمل کې یې ویجاړي، وژل، دهشت خورولوو بل څه افغانانو ته ورنه کړل، د روسانو وحشت هم همدا پیله وه، چې افغانستان یې په کنډواله بدل کړ، بې شمیره افغانان یې ووژل، درپه دره مهاجرتونو ته اړ شول، چې په پیله کې دوي خپلو شومو او ناکامو پیلو ته ونه ورسیدل او تر څنګ یې په فکر معیوب کمونستي مفکروو لرونکې ځوانان راته پریښودل چې تر ننه ورسره افغانان لارس او ګریوان دي.
چې کله امریکا په افغانستان یرغل راوړ دوي وه چې تر ټولو لومړی یې خدمت ته حاضر شوو، او څنګه یې چې روسانو ته مخلصانه خدمت ترسره کړه، همداسې امریکایانو ته یې هم خپل خدمت ونه سپمولو، اوس هم د امریکا د ابادۍ او ترقۍ نغاري ډنګه وي، خپل افغان مسلمان ورونه یې ورته وتړل، شکنجه یې کړ، د دوي کړني خو اوس برآلا شوي، په میلي امنیت کې یې داسې شکنجه روانه وه چې انسان یې په ویلو شرمیده، یو څارندوال مې ملګری وه هغه راته ویل (موږ دیوالونه په خبرو راوستل .
د امریکایې استعمار کړني خو اوس برالا ټولو ولیدلي چې په میډیا کې په څومره تیر ویستونکو نومونو او شعارونو راته هره ورځ تعبیردیدلې، خو په عمل کې یې آن په وروڼي کې تاو شوي ماشوم هم سرفه ونه کړه، هیڅ ځای په امان کې پاتي نشوو، خو بیا هم ددې وحشتونو برسیره بل وحشت دا چې همدا وحشتونه یې راته د صلح رحمۍ د بشر حقونو، د بیان ازادۍ، او نورو غړوو نومونو تعبیرول.
موږ خو کوم پرمختګ ونه لیده! تاسي ووایئ د امریکا په راتګ سره په دې ۲۰ کالونو کې کوم پرمختګ وشو!؟ په تعلیمي ډګر کی موږپه کوم لوري روان وه؟ په اقتصادي ډګر کي پرځان بسیا شوي یو؟ کوم بنیادي کار شوي؟ چې د افغانستان د اینده په درد داوا شي؟ خو ندی شوي!
هو! یو پرمختګ شوی، چې یو فکري معیوب نسل یې راته په میراث پرې ښودلو، داسې نسل چې نه دین پیژني او نه د اسلام په ارزښتونو پابند دي بلکې د اسلامې نظام شتون د وحشتونو دوره ته ورګرځیدل ګني، یعني په ټوله معنا یو سیکولر ځوان نسل راته پاتې شوو، څنګه چې روسانو راته یو کمونست نسل پریښی وو، همداسې دوي راته دیمکرات، سیکولر نسل پریښو ده.
دا افغانیواصله امریکایان چې د امریکایانو سره سم دوي هم لاړل، د امریکا شکر ګزار د میډیا په وړاندي داسي جراره لګیادي چې امریکایانو موږ ته تمدن و پرمختګ راوړی، او دلته ابادي کوي، دا سرکونه پلچکونه او ودانۍ نه ګوري! څومره کارونه یې وکړل؟
د اسلام حاکمیت ته دوي شاتګ وایې چې افغانستان بیرته ۹۰ یمو کلونو ته ستون شوی!؟ دا غرب زپلي چې په دې اندازه له اسلام نه متنفره دي چې په اصل کې کافر د ومره نه دي.
دوي اصلي د اسلام حاکمیت سره نه دي جوړ .
نو موږ د استعمار په شتون کې په اخلاقي او تعلیمي ډګر کې همدا پرمختګ وکړ، چې په دیني ارزښتونه مو ولوټل شول، بدنام، توهین، او د ورسته پاتې په نوم معرفي شول.
په اقتصادي برخه کې مو همدا پرمختګ وکړ چې یو لوټ مار او غله چارواکې مونصیب شول، چې د ملت سرمایه په خپلو منځونو کې سره وویشله، او په خارج کې ځان ته د عیش او نوش زندګې برابره کړه.
په ټولنیزه برخه کې مو دا پرمختګ وکړ چې د بیان د ازادۍ په نوم، اسلامې ارزښتونه راته کنځلې کیږي، په رسنیو کې د بیان ازادۍ او د بشر دحقونو په نوم راته فحشا راښودل کیده.
په سیاست، او قانون کې بیا اکثریت معیار روان شوي وه، که هغه د حلال او حرامو په مقابل کې هم وه.
اوبل دا چې د نشنلیستي په فکر یې داسې فوځ راته پریښی چې کله به هم افغانان پری ښاد نشي.
دا وه د غرب او استعمار پرمختګ چې په فکري برخه کې یې موږ بې چاره ولس ته وکړ!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here