کور پاڼه / انډرویډ / د خالق پرلور

د خالق پرلور

د (خالق پر لور)

!دالهدایة خپرندویه اداري له لخوا د انډوریډ سیستم لرونکو موبایلونو لپاره په ښه ډیزاین او کم وزن تریتب او نشر ته وړاندي شو

د کتاب پېژنه

تردې کتاب وړاندي د تکړه لیکوالانو لخوا اسلام ته د نوي مسلمانانو پر راتګ کتابونه  لیکل سوي دي. ددې کتاب توپیر د نورو چاپ سوو کتابونو سره دومره دی چي دلته یوازي د مسلمانانو پر قصو بسنه نه ده سوې، بلکي تر ټولو وړاندي دا ښودل سوې چي د دین ضرورت څه دی؟ او که دین ولرو نو بیا د سلګونو او زرګونو ادیانو په منځ کي اسلام ولي باید قبول سي؟ (چي د اړونده جوابونو لپاره زیات عقلي، خو لږ نقلي دلائل را ټول سوي).

تردې وروسته هغه دلائل او لاملونه ذکر سوي دي چي له مخي ئې نوي مسلمانان و اسلام ته را درومي  او د کتاب په پای کي یوازي یو څو قصې را اخیستل سوي دي.

ددې کتاب په هکله تکړه مناظر او لیکوال مولوي عبدالغفار جبیر صاحب لیکي:

ډېر خوشحاله سوم، چي د تکړه مبارز ورور علي الله متوکل الرحمن ښکلی کتاب ((د خالق پر لور)) مي ولوستئ، زه دغه کتاب د بشریت لپاره یو لارښود ګڼم، د تعمیر انسانیت بنسټ یې بولم او د روح غذا یې ګنم، لله الحمد چي موږ په اسلامي او افغاني ټولنه کي داسي مخلص مبارزین لرو، چي د اسلام د دین خدمت ستر عبادت ګڼي، او نه ستړي کېدونکي خدمتونه ورته کوي.

 

په دې ښکلي او معلوماتي کتاب کي هغه څه نغښتي دي چي اړین دي، لکه د اسلام د دین ارزښت، د اسلام د دین پرمختګ، د اسلام د دین حقانیت، او د اسلام د دین ښې ګڼې؛ دا هغه څه دي چي د اسلام د دین مبارکې شغلې د مځکې پر کُرې ورځ تر بلې خپریږي، و ما ته د مناظر اسلام مرحوم احمد دیدات رحمة الله دا خبره رایاده سي چي په استرلیا کي په ۱۹۹۶ میلادي کال کي يې په یوه مرکه کي وکړه:

Islam is the fastest growing religion in the world, especially in the west.

ژباړه: اسلام په نړۍ کي په چټکۍ سره خپرېدونکی دین دی ، په ځانګړي ډول سره په لویدیځ کي.

 

دا چي اسلام ولي په نړۍ کي په چټکۍ سره خپرېدونکی دین دی؟ په دې ښکلي کتاب کي یې پر عواملو باندي پوره رڼا اچول سوېده؛ هیښونکې خو لا دا ده چي په دې نویو مسلمانانو کي ۷۵٪ یې ښځینه دي، دا ځکه چي اسلام د ښځو حیاء ساتي، اسلام د ښځو عفت ساتي، اسلام ښځه د یوې کورنۍ ملکه جوړوي، اسلام ښځې ته سوکالي او نېکمرغي په برخه کوي، اسلام له ښځې څخه اتله جوړه وي، اسلام د ښځو ټوله مشکلات حل کوي.

 

ددې کتاب تکړه لیکوال او مبارز ورور علي الله متوکل الرحمن په دې ښکلې کتاب کي پر دې ټولو باندي رڼا اچولې ده، په دې کتاب کي علاوه د اسلام د دین څخه، اسلام او ساینس او پر اسلام او عیسائیت باندي هم  رڼا اچول سوېده، ښاغلي لیکوال په صداقت او متانت سره دغسي ترخه حقایق سپړلي ، شنلي او څېړلي دي، زه لیکوال ته دعاء کوم چي الله جل جلاله نور توفیق هم ورکړي چي د ټولنې لپاره نور خدمتونه هم وکړي.

 

د کتاب له متن او بطن څخه دا معلومیږي چي لیکوال هغه سرلیکونه چي ده ورته انتخاب کړیدي، په هغو کي ژوره مطالعه لري، هر څه یې په لنډو ټکو کي را غورچاڼ کړیدي، هرڅه یې په اسانه توګه روښانه کړیدي، الله رب العزت دي ورته جنت الفردوس نصیب کړي.

 

که څوک دا لنډ کتاب په غور ولولي ، نو ورته معلومه به سي چي محترم علي الله متوکل الرحمن څومره فراست او نفاست ښوولی ، څومره تحقیق او تدقیق یې کارولی او څومره اهلیت او لیاقت یې لورولی دی، نو ځکه حق لرم چې ځوان اسلامپال او هیوادپال متوکل الرحمن صاحب ته ددې ګټور او منور اثر د خپرېدو له امله د زړه له تله مبارکي ووایم . الله تعالی دی یې پر حرکت برکت او پر محنت منفعت ولوروي.

 

ښاغلو او اغلو!

کله چي تاسي دغه بې بیلګي، ښکلی او معلوماتي کتاب ولولئ ، لومړی حق یې دا دی چي و لیکوال ته دعاء وکړي چي تر مرګه پوري د الله د دین خدمت وکړي، ددې کتاب دوهم حق دا دی چي په پوره غور سره یې ولولئ او د روح د تسکین ذریعه یې وګرځوئ او دریم حق یې دادی چي نور وروڼه او خویندې هم و دې ته تشویق کړی چي له دې کتاب څخه برخمن او د ژوند مشال یې وګرځوي.

په اسلامي پاکه مینه

ستاسو ورور عبدالغفار جُبیر

‏( که د ډآونلوډ په طریقه يي نه پوهیږئ نو دغه ویډيو وګورئ)

 

د کتاب د کښته کولو لپاره له لاندي ادرسونو څخه استفاده وکړئ!

موبایل ته کښته کول

www.alhedayat.com الهدایة ویب سایټ:

https://telegram.me/hedayatApp ټلګرام چینل:

https://www.facebook.com/groups/Hedayatapp فېسبوک ګروپ :

نوټ: د فېسبوک له ګروپ څخه يي د فېسبوک په اخیستل شوي انترنیټي بنډل هم خپل مو بایل ته کښته کولای شئ.

 

 

 

 

 

 

 

د (خالق پر لور) !دالهدایة خپرندویه اداري له لخوا د انډوریډ سیستم لرونکو موبایلونو لپاره په ښه ډیزاین او کم وزن تریتب او نشر ته وړاندي شو د کتاب پېژنه تردې کتاب وړاندي د تکړه لیکوالانو لخوا اسلام ته د نوي مسلمانانو پر راتګ کتابونه  لیکل سوي دي. ددې کتاب توپیر د نورو چاپ سوو کتابونو سره دومره دی چي دلته یوازي د مسلمانانو پر قصو بسنه نه ده سوې، بلکي تر ټولو وړاندي دا ښودل سوې چي د دین ضرورت څه دی؟ او که دین ولرو نو بیا د سلګونو او زرګونو ادیانو په منځ کي اسلام ولي باید…

د کتني لپاره مطالب:

تبصره وکړه

x

Check Also

د ماشومانو لارښود

د ګران ورور  عبدالرحيم راشد دغه وړوکی کتاب مي تر پايه وکوت. ...