د ا.ا.ا د کورنيو چارو سرپرست وزیر خلیفه صاحب سراج الدين حقاني د ملګرو ملتونو له هغه لوړپوړي پلاوي سره وکتل چې مشري يې په بشردوستانه چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارتین ګریفیتس کوي.

‏ښاغلي ګریفیتس وويل: له شک پرته دلته يو شمېر پرمختګونه شوي دي، موږ باید یو د بل هره کړنه تر انتقاد لاندې رانه وړو؛ ځکه چی ډیرې نیوکې د تفاهم مخه نیسي او له امله یې ستونزې زياتيږي. مګر د ښځو تعلیم او کار هغه بنیادي حقونه دي چې مونږ یې د اعادې غوښتنه کوو.

د کورنيو چارو سرپرست وزیر د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ افغانانو سره د ملګرو ملتونو او نړيوالو مؤسسو د بشري مرستو هرکلی وکړ. خلیفه صیب زیاته کړه: د تعلیم او تحصیل مسئله کې د دایمي محرومیت بحث مطرح نه دی

په تعلیمي نظام کې د نظرونو تفاوت شته چې د حل کېدو وړ دی. افغانستان نږدې نیمه پېړۍ په جګړو او سختیو کې پاتې شوی، د ټولو افغانانو ډېر کار او خوَلو تویولو ته ضرورت دی چې دا وطن په پښو ودرېږي. نو دا زمونږ خپل ضرورت دی، د دې ولس د هوساینې تقاضا هم ده

‏څو لسیزې وروسته په افغاستان کې واحد سرتاسري حاکمیت رامنځته شوی، امنیت ټینګ شوی دی. نړۍ باید د دې پرمختګونو ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here