د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره، د ا.ا.ا کابینې د ۱۹/۱/۱۴۴۴ نیټې د ۱۷۶ حکم پر بنسټ او د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې عمومي رییس ډاکټر عیدالباري عمر په هڅو له شخصي ودانۍ څخه یوې دولتي ودانۍ ته، چې تر دې وړاندې د اطلاعات او کلتور وزارت اړوند وه انتقال شوه،
نود خوړو او درملو ملي اداره له خپلو مراجعینو څخه هیله کوي، چې د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال جمادی الاول د میاشتې له ۱۷ نیټې څخه وروسته، چې د ۱۴۰۱ هـ ش کال د لیندۍ (قوس) ۲۰ نیټې سره برابر ده د خپلو کارونو د حل په موخه د ادارې نوې ودانۍ ته چې د کابل ښار ده افغانانو سیمه کې موقعیت لري
مراجعه وکړي.
د یاد ولو وړ ده، چې د خوړو او درملو ملي اداره له تاسیس نه تر اوسه پورې په کرایه ودانیو کې خپلې چارې مخ ته بیولې چې هر کال به یې زرګونه ډالر کرایه ورکول کیده.