کور پاڼه / اسلام / د اسلام او نړيوالتوب  ( Globalization)

د اسلام او نړيوالتوب  ( Globalization)

حمد او شکر دي وي هغه لوی څښتن جل جلاله لره چي د ټولو نړيوالو رب او پالونکی دی. درودونه او سلامونه دي وي پر حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم باندي چي ټولو نړيوالو ته يې د رحمت او وروستي پيغمبر په توګه لېږلی دی.

د اسلام او نړيوالتوب  ( Globalization) په نامه کتاب مي وکوت. تکړه او هڅاند ليکوال ښاغلي نقيب الله احمدي په ډېر پام او تپاک ليکلی دی. حقيقت دا دی چي ډېر زيار يې پر کښلی دی، ډېر مأخذونه يې پر کتلي او د خپلي تر کار لاندي موضوع په اړه يې د لا زياتي څېړني او معلوماتو راټولولو لپاره يې په ويبپاڼو کي اړوند مضامين هم تر نظر تېر کړي او لازمه ګټه يې ځني اخيستې ده.

د کتاب موضوع هم ډېره مهمه او د جدي پاملرنې وړ ده. د نړيوالتوب موضوع، کومه چي امريکايي امپرياليزم او پلويان يې په دې وروستيو کلونو کي په خورا زياته کچه تبليغوي او لار ورته اواروي، څو بالاخره تر دې عنوان لاندي وکولای سي د ټولي نړۍ خلک او هرڅه د امريکايي ښکېلاک په وړغندي کې ښکېل او د خپلو ښکېلاکي، مادي او ظالمانه هيلو او ګټو سره سم يې تناو کړي او څنګه چي يې خوښه وي واک پر وچلوي. چي دا به بيا شوروي کمونيزم نه، بلکې يو بل ډول امريکايي، امپرياليستي کمونيزم وي.

په اصل کي دا هماغه د باطل او باطل پالو اهداف دي، چې پر باطلو بنا دي او اوس يې په دې نامه په زور او ځواک، چل ول او ورته د مخينې چمتو کولو سره د ځمکي د ټولي کرې لاندي باندي شتمنيو خپلولو او ټولو وګړو د اېلولو او تر خپل جغ لاندي راوستلو لپاره تحقق او پلي کول غواړي. خو اين خيالست و محالست وجنون، ځکه په زور کلي نه کېږي او د زور ياري د خره سپرلي ده.

دا خو باطلي مادي موخي او هيلي دي، چي رسېده ورته مهال دي او خاوندانو ته يې د دې او هغي دنيا له کړاوونو پرته بله ګټه نه رسوي او بالاخره لکه د اوبو پر سر ځګ نيمګړي، نيمه خوا کيږي. ﴿فَأَمَّا الزَّبَدُ فَيَذْهَبُ جُفَاءً ﴾ [الرعد : 17] (کوم چي ځګ دى هغه بې ګټي له منځه ځي).

باطل پال چي تر څو پر باطلو ولاړ وي او د باطلو پر بنسټ باطل نړيوالتوب غواړي، نو دا ارمان به ګور ته يوسي.

خو که خبره د سم او صحيح نړيوالتوب وي، د دې فکر لومړی طرح کوونکی خو اسلام دی.

لوی څښتن د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته څه له پاسه څوارلس پېړۍ وړاندي امر وکړ چي اعلان کړي: ﴿قُلْ يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنِّي رَسُولُ اللَّهِ إِلَيْكُمْ جَمِيعًا الَّذِي لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ﴾[ الاعراف:۱۵۸]

ژباړه : (اى پيغمبره ټولو خلکو ته) ووايه چي:” اى خلکو! زه تاسي ټولو ته (نه له ځينو پرته ځينو نوروته) د هغه الله در استول شوی پيغمبر يم چي د ټولو آسمانونو او مځکي (او د هغو دواړو په منځ کي د ټولو موجوداتو) ټولواکمن دى.

د اسلام نظام دا وړتيا لري چي دغسي سم، صحيح او د ټولو انسانانو د خوښي او ګټو سره سم نړيوالتوب رامنځ ته کړي. يو دليل خو يې دادی چي د دغسي يو ډول نړيوال نظم د رامنځ ته کولو هيلي او هڅي ډېرو باطلو ډلو کړي دي، خو څنګه چي موخي يې ظالمانه وې په څو وختونو کي له منځه تللي دي، امريکايي امپرياليستي ويني بهوونکی نظام هم د له منځه تلو په درشل کي دی، خدای خبر څه کانې په وسي. خو د اسلام الهي نظام دا دی تر اوسه ټينګ دی. بل دليل يې دا دی چي اسلام نه دا چي د ظلم او زور پلوی دی، بلکي د ظلم او زور پر ضد او د مظلومانو له ګريوانو څخه د ظالمانو د لاسونو لنډوونکی دی. د اسلام د نظام مرامنامه، تګلاره او کړنلاره (قرآن کريم) خو دا ده د ټولو په وړاندي پرته ده، په دې مرامنامه کي په څرګنده توګه د ځمکي د سر ټولو انسانانو ته د يوه نړيوال حکومت، کوم چي د رحمت، حکمت او عدالت او داسي نورو ډېرو ښو چارو خپروونکی به وي، غوښتونکی دی او د دې غوښتونکی هم دی چي په دې نړيوال حکومت کي به ټول انسانان وروڼه، وروڼه وي. داخبري اسلام تر دې دمه په عمل کي هم جوتي کړي دي. نو لکه چي د عقل خاوندان پوهيږي په دې نظام کي خو د هيچا تاوان نسته او نه په دې نظام کې پر چا باندي ظلم کېدای سي، نو چي داسي وي ولي به د نړۍ دا کړېدلي، ربړېدلي او روحاً او جسماً ځپلي ځيځېرلي انسانان پای د دغه نظام ملاتړ نه کوي او ولي به بالاخره دغسي نړيوال حکومت نه رامنځ ته کيږي؟

دروند لوستونکې ! دلته دغومري خبري بس دي. د حق پالونکو د ممکن او ان شاء الله راتلونکي نړيوالتوب او د باطل پالو د ناممکن او خيالي امپرياليستي او يو ډول کمونيستي نړيوالتوب، چي هيڅ نه ټينګېدونکي دی، نور مفصل مباحث د ګران احمدي صيب په دغه کتاب کي مطالعه کړئ. الله دي ده ته اوږد ژوند ورکړي او پر فکر او قلم دې برکت سي چي خپلو افغانو ورورڼو ته نور دغسي ګټور قلمي خدمت هم وکړي. په اوسمهال کي ليکوال بايد دغسي وي او دغسي څه وليکي، څو د نړيوال ظلم د پلي کوونکو او خوښوونکو عناصرو شومي موخي په رسوا کړي، زموږ ځوان توکم د هغو تر اغيزي لاندي رانه سي او که خدای مکړه بې لاري سوي وي لاري ته يې برابر کړي.

زه د خپلو درنو هيود والو څخه مشران دي که کشران د دوی د يوه کوچني خادم په صفت هيله کوم چي دغه کتاب هرو مرو ولولي، د هيواد په ټولو لويو او وړو کتابتونونو کي د مطالعې لپاره کښېښوول سي او هر څوک چي يې چاپوي په ښه او ښايسته قطع او صحافت يې چاپ کړي او په لږ ارزانه بيه يې بازار ته وړاندي کړي.

په پای کي دعا کوم چي لوی څښتن جل جلاله دي زموږ په ګران اسلامي هيواد کي د سوچه، سپېڅلي اسلامي نظام په راوستلو سره زموږ دا اوږده غميزه په خپل فضل او مرحمت، په خير، عافيت او سرلوړي هر څه ژر په امن وامان او نېکمرغۍ او خوشالۍ بدله کړي.

والسلام

ستاسو عبدالمالک همت،

 

لاندي پیوندونو څخه په استفاده يې ډاونلوډ کړئ

موبايل ته کښته کول

زمونږ ټیلیګرام چینل

فېسبوک ګروپ

 

 

یادونه : د فېسبوک ګروپ څخه يي تنها د فېسبوک په انټرنیټي بنډل(پیکج) هم داونلوډ کولای شئ !

په خورادرنښت

الهدایة خپرندویه ادراه

 

تبصره وکړه

x

Check Also

د ماشومانو لارښود

د ګران ورور  عبدالرحيم راشد دغه وړوکی کتاب مي تر پايه وکوت. ...