افغانستانه !

0
41

افغانستانه !

عمر حماس

مسکی دې شه د هر کلي تصوير افغانستانه!
او ټول دې شه له هرې خوا نه وير افغانستانه!

د امن په ښکلا باندې سينګار لکه شاوو شي
او شي د ازادۍ د ناوې مير افغانستانه!

اول نمبر ښايست د مدينې او د مکې دی دی
دوهم ورپسې ته يې دعوه ګير افغانستانه!

د هسکو جګو غرو څوکي دې ټيټي چاته مه شه
شمشاد افغانستانه!او پامير افغانستانه!

بي شميره مريدانو درنه کړی دی بيعت
کامل په کراماتو يې لوې پير افغانستانه!

دښمن درته په جګو سترګو نه شي درکتلی
لا اوس دې هم په ډيرو شته تاثير افغانستانه!

دا څومره مينان درته له خپله سره تير دي
پاچا يې هر سړی دي دی وزير افغانستانه!

يو وخت به د دې ټول جهان پاچا يې وخت به راشي
نن خير دی که بي څوکه يې فقير افغانستانه!

غربت او بيوسﺉ ته به پام نه وارخطاء کيږو
دا ټولې معاملې دي د تقدير افغانستانه!

ارمان به د عمرحماس د زړه هله پوره شي
چې مات دې شي دښمن د ملا په تير افغانستانه !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here