کور پاڼه / احقاق الحق مکمل څلور جلده

احقاق الحق مکمل څلور جلده

[vc_row][vc_column][vc_column_text css_animation=”none”]

محترمو لوستونكو!

دفتنو دور دى، نوې فتنې راپيدا  كېږي ،يوه فتنه ختمه نوي بله  فتنه سر راپورته كړ‎ي ، په اسلامي ملكونو باندې د لادينيت طوفان را  الوتى دى، كفري طاقتونه داسلام په بنيادونو باندې دهرطرف څخه حملې كوي، په اسلامي ملكونو كې دبې حيايۍ، بې شرمۍ، عياشۍ، اوفحاشۍ بازار ونه ګرم دي، په دې پرفتن دوركې چې داتحاد او د اتفاق څومره ضرورت دى هغه دعقل خاوندانوته پوره ښكاره دى. (عيان راچه بيان).

ددې حالاتو تقاضى دا وه چې مسلمانانو خپل اختلافات بالكل يوطرفته كړي واى او کفري، يهودي اوصليبي سېلاب ته يوبلاك جوړ شوي واى، په يو اتحاد يې دکفر، شرک، صليبيت ،يهوديت، او دهريت سېلاب ته بند جوړ كړاى واى، په خپلو تقريرونو اوتحريرونو يې دصليبيانو ، يهوديانو،ملحدينو او زنديقانو مقابله كړاى وى.

مګر أفسوس چې په مسلمانانوكې يوه وړه فرقه چې دغيرمقلدينو په نوم سره يادېـږي،اودافغانستان او پاکستان عوام ورته وهابيان، سلفيان، اهلحديث، اثريان وغيره وايي دحالاتو په نزاكت نه پوهېږي، او ددې خبرې سره يې هېڅ كارنشته چې صليبيانو قرآنونه بيت الخلاګانو او ډېرانونوته وغورزول، قرأنونه يې په ډزو وويشتل ، دعيسويت  لپاره دومره كار وشو چې زيات مسلمانان عيسويان شول، دمسلمانانو څخه زندانونه ډك شول، دمسلمانانو د  پېغلو سره په ډله ايزه توګه جنسي تيري وشول، په مسجدونو او په مدارسو باندې بمبارونه وشول، دګونتانامو،بګرام، پلچرخي او په داسې نورو کفري زندانوكې دمسلمانانو غوښې ورستې شوې ،په زرګونو دقرآن حافظان اوعالمان دصليبيانو په دارونو را وزړول شول، اوهرطرفته د مسلمانانو قتل عام روان دى.

بلكې  ددوي كارصرف دمسلمانانو په مابين كې انتشار پيداكول دى، داخلك په خپلو تقريرونو اوتحريرونو كې دملحدينو،  زنديقينو، صليبيانو اود كفارو  دترديد پر ځاى داحنافو پسې بد رد وايي،فروعي مسائل يې دكفر او  اسلام مدار ګرزولي دي، او دانګريزانو دامشن يې ښه په وړاندې روان كړى دى چې ډيوائد اينډ رول (DivideAnd Rul) په خلکو کې بې اتفاقي واچوه او حکومت پرې وکړه.

كله چې  دامريكايانو لخو دننګرهار دحصارشاهي په ولسوالۍ كې زمونږ معصوم ماشومان په بې رحمۍ سره  شهيدان شول، او ډېرپه وينو ولمبول شول،نو د جعلي اهل حديثو يوڅو نام نهاده علماء د عبدالعزيز خيرخواه وكيل اهلحديث جلال اباد په مشرۍ دامريكايانو په نمايندګۍ هلته  ورغلل، او غوښتل يې چې دامريكايانو په خونخوارۍ پرده واچوي، چې دخلكو دسخت عكس العمل سره مخامخ شول اوپه كاڼو يې وويشتل، چې ددې صليبي خدمت په عوض  او دنور خدمت په طمعه دامريكايانو لخوا ښه ونازول شول، اومهم رياستونه وركړل شول، لكه دحج او اوقافو اوداسې نور رياستونه ،چاته يې دطرزالعمل اودعلماءو دشوری’ په نوم شوراګانې جوړې كړې، اوڅه يې دمركزي مساجدو امامان كړل، اوچاته يې (F.M) ايف ايم  راډيوګانې جوړې كړې، چاته ئى مدرسې جوړې كړې، په دې رياستونو ،شوراګانو ،مساجدو ،مدارسو، او راډيوګانو كې د ناستو نام نهاده علماؤ  غټ شعار دادى  چې دصليبي طاغوتيانو په خلاف جهاد حرام دى، ليكن داحنافو په خلاف فساد فرض عين دى، دفحاشۍ اودعريانۍ ، ارتداد په خلاف رساله ليكل او اشتهار چاپول حرام دي، ليكن دتقليد په خلاف په خلكو كې انتشار پيداكول فرض عين دي ، ددېموكراسۍ او بې دينۍ په خلاف باندې هرحركت حرام دى، ليكن دامام صاحب  رحمه الله  دمذهب په خلاف  اجتماع ګانې او غونډې جوړول فرض عين دي، دشهيدانو او داولياؤ زيارت ته تلل حرام دي، ليكن دامريكايانو دبېزونو اودسپينې ماڼۍ څخه طواف كول فرض عين دی، دصليبيت او يهوديت په خلاف  قلم پورته كول حرام دي، لكن درفع اليدين ،آمين بالجهر وغيره مسايلو په وجه په مساجدو كې جنګونه جوړل فرض عين دي.

دغه نام نهاده علماؤ په سالانه اجتماعاتو او په عامو غونډو او مجلسونو كې په ډېر شوق سره اختلافي مسائل بيانوي. داپه يادلرئ چې زمونږ ملكونوته قرآن أحنافو مجاهدينو را رسولى دى، همدارنګه درسول الله صلى الله عليه وسلم  مونځ احنافو تردې ځايه رارسولې دى، دافغانستان خلك چې كله مسلمانان شول، احنافوفاتحو علماؤ ورته همدانبوي لمونځ وښودلو، چې لاسونه دنوم څخه لاندې تړئ، دامام پسې فاتحه مه لولئ، رفع اليدين،  ديوڅو ځايونوڅخه بغير په بل ځاى كې مه كوئ، امين په زوره مه وايي الخ.

او دا هم په یاد لرئ چې درسول الله صلى الله عليه وسلم حديث دى چې، زما دامت دبهترو خلكو په لاس به هند فتحه كېږي، نسائي جلد ۲ ص ۵۲ مسند احمد بن حنبل ج ۵ ص ۲۷۸ ، مجمع الزوايد ج ۵ ص ۲۸۲.  الله جل جلاله ددې وړاند وينې مصداق احناف وګرزول، دغزنوي ،غوري او سوري خاندانونو په لاس باندې هند فتحه شو چې ټول احناف وو، اواحنافو فاتحو علماؤ دهند مسلمانانو ته همدغه نبوي صلی الله علیه  مونځ ور وښودلو، په هندوستان كې تر دولس سوه كلونو پورې او په افغانستان كې تقريبا ترڅه دپاسه ديارلس سوه كلونو پورې ټولو مسلمانانو همدغه لمونځ كولو، او هېچا دا آوازنه پورته كولو چې دغه لمونځ دسنتو څخه مخالف دى، پدې ديارلس سوه كلونو كې په کربونو کربونو علماء،اولياء مجاهدين اوعوام دحج او د تعليم لپاره  حرمينو شريفينوته تلل، هلته ورته هېچا نه ويل چې ستاسو لمونځ دسنتوڅخه مخالف دى په ټول تاريخ داسلام كې يوه واقعه هم داسې نده پيداشوې.

ليكن كله چې ملكې وېكټوريې هندوستان ونيولو، نو دانګريز په دوره كې د اهل حديثو مشرانو نذير حسين، عبدالحق بنارسي ، وحيد الزمان ، نواب صديق حسن خان، محمد حسين بټيالوي وغيره، ددې متواترو سنتوپه خلاف آواز ونه پورته كړل، او اشتهارونه يې خپاره كړل چې داحنافو لمونځ دسنتو څخه مخالف دى ، دا اشتهارونه  يې كلي په كلي تقسيم كړل. او دانګريزانو دې پاليسۍ ته يې چې (لړاو  اور حكومت كرو) عملي جامه ور واغوستله.

د وکټوري اهل حديثو دوه مقصده وو:

د دوي اول مقصد دا وو چې خلکو ته دا ذهنیت ورکړي چې: دانګرېزانو په خلاف جهاد حرام دى، او ددې مقصد دپوره كولو لپاره مولوي محمد حسين دخپل جماعت له طرفه يوه رساله وليكله په نامه د (الاقتصاد فى مسائل الجهاد) ددې رسالې په عوض كې  دانګريزانوله طرفه جاګير دارشو،بله رساله صديق حسن خان وليكله په نامه د (ترجمان وهابيه) ددې رسالې په عوض كې دانګريزانو لخوا ورته رياست وركړل شو،او نوابي يې حاصله كړه ، دا دواړه رسالې د (رسائل اهلحديث ) په اول جلد كې موجودی دي.

د دوي دوهم مقصد دا وو چې  دمسلمانانو په مساجدوكې فسادونه جوړ کړي ، ددوي په نيز په مساجدو کې د فسادونو جوړول فرض عين دی او ددې مقصد لپاره يې اشتهارونه چاپ کړل په اشتهارونو کې یې یو څو مسائل ولیکل او بیا یې اخطارونه ورکړل او وې لیکل چې  دپنجاب او د هند حنفيانوته داشتهار په ذريعه دا وعده وركوو چې په دوي كې هريوعالم ددې مسائلو جواب په آيت اويا پداسې صریح صحيح حديث سره چې په صحت كې يې هېڅ خبره نوي پېش كړي، نو د هر آيت اودهرحديث په مقابل كې ورته لس روپۍ  دانعام په طريقه وركول كېږي.

دشيخ الهند  رحمه الله  جواب:

حضرت شيخ الهند رحمه الله  ددې  فتنې  دخاموشولو  لپاره   يوه وړه رساله وليكله په نامه  د(ادله كامله) په هغې كې ئى ليكلي وو، چې دا وخت داختلافاتو ندى ، دمسلمانانو په مابين كې داختلاف په ځاى داتحاد كوشش پكار دى، او دايې هم وليكل چې مشتهر صاحب ! ستا انداز دتحقيق ندى، دمسلمانانو جنګول دحديثو اتباع نده، ستا  دعلم سرمایه  دومره ده چې په حديثوكې درته صرف متعارضات معلوم دي، اوپه قرآن كې درته صرف متشابهات معلوم دي، دشيخ الهندF  درسالې په جواب كې د وکټوري اهل حديثو  له طرفه محمد أحسن أمروهي د (مصباح الادله) په نوم باندې كتاب وليكلو چې په دې كتاب كې نه آيت وو اونه حديث ، بلكه صرف او صرف كنځلې وې. حضرت شيخ الهند رحمه الله بيا په جواب کې (ايضاح الأدله) وليكلو.

دشيخ الهند  رحمه الله  كرامت:

په امت مسلمه كې  دشيخ الهند  رحمه الله  دامنل شوى كرامت دى چې كله أحسن أمروهي ورپسې كنځلې  وليكلې نو الله ددې لامذهبه څخه ايمان واخيست،او دقاديانيت په حال كې مړشو،دنيا او آخرت يې  دواړه برباد شوه.مجموعه اشتهارات مرزا ج۱   ص۳۳۷].

نو دانتشار بنياد دغو لامذهبو كېښودلو،  اوچې كله افغانستان ته روسان راغلل، نو ددوي دافتنه دلته هم را  ورسېدله،  او اوس د انګريزانو  دیرغل په دوره كې پوره أوج ته ورسيدله ،دخپلو روحاني پلرونو سره پوره همكار دي ، زمونږ دولايت (ننګرهار) دمركزي مساجدو حنفي علماء يې څه شهيدان كړل اوڅه يې بنديان كړل، اوڅه  دوطن څخه فرار شول او غرونوته وختل ، اودهغوئ په ځاى داكثرو مركزي مسجدونو امامان همدغه وکټوري اهلحديث شول، دوي يوطرفته انګريزانوته جاسوسي كوي، اوبل طرفته عوام په فروعي مسائلو كې جنګوي ،ترڅو چې دجهاد د درسونو پر ځاى پدې فسادونو كې مصروف وي، او دجهاد جذبه پكې سړه شي، و الى الله المشتكى.

ددعا أميدوار: رحـــيم الله الحقاني

الننجرهاري المحبوس فى أيدی الصليبيین.

كله چې زه دڅلور كاله آزادۍ څخه وروسته دوهم ځل په څوارلس سوه دوه دېرشم كال، دشعبان په اول تاريخ، دماښام په اته بجو دلغمان دعليشنګ  په لاره داسلام آباد په ساحه كې ديو مرتد صليبي (قومندان زمريالي) لخوا په يوكمين كې ونيول شوم ،او دظلم او د وحشت ناتار راباندې جوړ شو، دلغمان داستخباراتو په رياست كې بيا دكابل (۱۷) او (۹۰)  په رياستونو كې را څخه غوښې غوڅېدلې، اونوكونه را څخه وېستل كېدل، په وينو لمبدلې ووم، پښې مې دحركت څخه غورزېدلې وې، تشناب ته په ګنډو اوپه څنګلو تلم، په سترګو راته څه نه ښكارېدل، او اكثر به بې هوښه پروت ووم، پداسې حالت كې هم زمونږ د وطن ديوڅو نام نهادو اهلحديثو ملايانو زړه را باندې نه يخېدلو، او خپلو صليبي بادارنوته به يې دغلامۍ اودجاسوسۍ  پوره حق اداكولو، او زما تعذيب به  يې زياتولو، بياچې كله دپول څرخي زندان ته نقل كړى شوم، نوهلته دهرقسم جرمونو خلك بنديان وو، مثلاً، موادمخدر، غلا، سرقت او داسې نور…  اوطالبان هم بنديان وو، دجنايي جرمونو خلك زيات وو،داسې خلك پكې وو چې دخپلې مور سره ئى زناكړېوه (معاذالله) لكن هلته هم  دافتنه رسيدلې وه، دغلو او دزناكارو داصلاح كوشش يې نه كولو، دبې نمازانو غم ورسره نه وو، بلكې دهغو مخلصو مجاهدينو پسې لګېدلي وو چې مقلدين وو، لمونځ ګزارو خلكو ته به يې دخپلو لمونځونو په باره كې وسوسې اچولې، داختلافاتو بازار يې  ګرم كړى وو، مونږ دخپلو اكابرو په طريقه ډېر دصبر اوتحمل سره برداشت كولو ،لكن چې كله مو وليدل چې دوي زمونږ شرافت په كمزورۍ ورحملوي، او ددې څخه علاوه هغو عوامو او طالبانو چې ددوي تقريرونه يې او رېدل، او ددوي كتابونه يې كتل هم زمونږ څخه پوښتنې كولې چې آيا واقعي داحنافو لمن دحديثو څخه خالي ده ؟ آياواقعي تقليدشرك دى؟ ايا واقعي داحنافو سره په ترك دقراءت خلف الامام اوپه ترك  درفع اليدين اوهمداسې نورو مسائلو باندې هېڅ دليل نشته؟ او آيا واقعي فقه حنفي دقرآن او حديث څخه خلاف ده؟  نو دمجبوريت له وجهې مې قلم را واخيستلو  او يوڅه هغه موضوعات مې وليکل چې غيرمقلدينو پرې د فتنى بازار گرم كړى وو .

[/vc_column_text][/vc_column][/vc_row][vc_row][vc_column width=”1/4″][vc_icon type=”openiconic” icon_openiconic=”vc-oi vc-oi-download” background_style=”rounded-less” align=”center” css_animation=”fadeInDownBig” link=”url:https%3A%2F%2Falhedayat.com%2Fwp-content%2Fuploads%2FAllAPK%2F%D8%AD%D9%82%D8%A7%D9%82%20%D8%A7%D9%84%D8%AD%D9%82%20%D9%85%DA%A9%D9%85%D9%84.apk|title:%DA%A9%DA%9A%D8%AA%D9%87%20%DA%A9%D9%88%D9%84||”][vc_single_image image=”2004″ onclick=”custom_link” css_animation=”bounceInUp” link=”https://alhedayat.com/wp-content/uploads/AllAPK/حقاق الحق مکمل.apk”][/vc_column][vc_column width=”1/4″][vc_icon type=”openiconic” icon_openiconic=”vc-oi vc-oi-download” background_style=”rounded-less” align=”center” css_animation=”fadeInDownBig” link=”url:https%3A%2F%2Falhedayat.com%2Fwp-content%2Fuploads%2FAllAPK%2F%D8%AD%D9%82%D8%A7%D9%82%20%D8%A7%D9%84%D8%AD%D9%82%20%D9%85%DA%A9%D9%85%D9%84.apk|title:%DA%A9%DA%9A%D8%AA%D9%87%20%DA%A9%D9%88%D9%84||”][vc_single_image image=”2003″ onclick=”custom_link” css_animation=”bounceInDown” link=”https://alhedayat.com/wp-content/uploads/AllAPK/حقاق الحق مکمل.apk”][/vc_column][vc_column width=”1/4″][vc_icon type=”openiconic” icon_openiconic=”vc-oi vc-oi-download” background_style=”rounded-less” align=”center” css_animation=”fadeInDownBig” link=”url:https%3A%2F%2Falhedayat.com%2Fwp-content%2Fuploads%2FAllAPK%2F%D8%AD%D9%82%D8%A7%D9%82%20%D8%A7%D9%84%D8%AD%D9%82%20%D9%85%DA%A9%D9%85%D9%84.apk|title:%DA%A9%DA%9A%D8%AA%D9%87%20%DA%A9%D9%88%D9%84||”][vc_single_image image=”2002″ onclick=”custom_link” css_animation=”bounceIn” link=”https://alhedayat.com/wp-content/uploads/AllAPK/حقاق الحق مکمل.apk”][/vc_column][vc_column width=”1/4″][vc_icon type=”openiconic” icon_openiconic=”vc-oi vc-oi-download” background_style=”rounded-less” align=”center” css_animation=”fadeInDownBig” link=”url:https%3A%2F%2Falhedayat.com%2Fwp-content%2Fuploads%2FAllAPK%2F%D8%AD%D9%82%D8%A7%D9%82%20%D8%A7%D9%84%D8%AD%D9%82%20%D9%85%DA%A9%D9%85%D9%84.apk|title:%DA%A9%DA%9A%D8%AA%D9%87%20%DA%A9%D9%88%D9%84||”][vc_single_image image=”2001″ alignment=”center” onclick=”custom_link” css_animation=”zoomInDown” link=”https://alhedayat.com/wp-content/uploads/AllAPK/حقاق الحق مکمل.apk”][/vc_column][/vc_row][vc_row][vc_column][vc_separator color=”turquoise” style=”dashed” css_animation=”fadeInUp”][/vc_column][/vc_row][vc_row][vc_column width=”1/6″][vc_single_image image=”2009″ img_size=”full” css_animation=”fadeInUp”][/vc_column][vc_column width=”1/6″][vc_single_image image=”2011″ img_size=”full” css_animation=”fadeInRightBig”][/vc_column][vc_column width=”1/6″][vc_single_image image=”2010″ img_size=”full” css_animation=”fadeInLeft”][/vc_column][vc_column width=”1/6″][vc_single_image image=”2008″ img_size=”full” css_animation=”bounceInRight”][/vc_column][vc_column width=”1/6″][vc_single_image image=”2007″ img_size=”full” css_animation=”fadeInDown”][/vc_column][vc_column width=”1/6″][vc_single_image image=”2006″ img_size=”full” css_animation=”fadeInDown”][/vc_column][/vc_row][vc_row][vc_column][vc_separator style=”double” css_animation=”bounceIn”][/vc_column][/vc_row][vc_row][vc_column width=”1/3″][vc_single_image image=”2024″ onclick=”custom_link” css_animation=”fadeInLeft” link=”https://www.facebook.com/groups/Hedayatapp”][/vc_column][vc_column width=”1/3″][/vc_column][vc_column width=”1/3″][vc_single_image image=”2025″ onclick=”custom_link” link=”https://telegram.me/hedayatApp”][/vc_column][/vc_row]
[vc_row][vc_column][vc_column_text css_animation="none"] محترمو لوستونكو! دفتنو دور دى، نوې فتنې راپيدا  كېږي ،يوه فتنه ختمه نوي بله  فتنه سر راپورته كړ‎ي ، په اسلامي ملكونو باندې د لادينيت طوفان را  الوتى دى، كفري طاقتونه داسلام په بنيادونو باندې دهرطرف څخه حملې كوي، په اسلامي ملكونو كې دبې حيايۍ، بې شرمۍ، عياشۍ، اوفحاشۍ بازار ونه ګرم دي، په دې پرفتن دوركې چې داتحاد او د اتفاق څومره ضرورت دى هغه دعقل خاوندانوته پوره ښكاره دى. (عيان راچه بيان). ددې حالاتو تقاضى دا وه چې مسلمانانو خپل اختلافات بالكل يوطرفته كړي واى او کفري، يهودي اوصليبي سېلاب ته يوبلاك جوړ شوي واى، په…

د کتني لپاره مطالب: